1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځوانان د هيواد په لويو پريکړو کي گډون غواړي

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

د افغانستان د ځوانانو د همږغۍ ملي مرکز د يوې غونډي په ترځ کي له دولت او نړيوالي ټولني غوښتي، چي دوی ته د هيواد په لويو پريکړو کي ونډه ورکړي. «هڅه دا ده، چي مشرتابه دې ته اړ باسي تر څو د دوی له نظريو کار واخيستل سي.»

https://p.dw.com/p/12zxM
افغان ځوانان
افغان ځوانانانځور: DW / Wahidy

هغوی وايي، د افغانستان ډيری نفوس ځوانان جوړوي او که ځوانانو ته په لويو تصاميمو کي برخه ورکړل سي نو دا امکان سته چي ملک د پرمختګ او ښې راتلونکي پر لور حرکت وکړي.

د افغانستان د ځوانانو د همږغۍ د مرکز په سلګونو تنه غړي، چي په کابل کي سره را ټول سوي ول، په دغه غونډه کي وويل، چي دوی د عنعنوي لويي جرګې، له امريکا سره د ستراتيژيک سند او همدا راز په افغانستان کي د امريکا د دايمي اډو د جوړيدو په مسلو کي خپل رول غواړي.

ددوی په وينا، دمګړی حکومت دوی څنګ ته کړي او ډيره تکيه پر سپينږيرو او مخورو کيږي.

د دغه مرکز مشر محمد سنګر اميرزاده وويل، چي موږ د افغانستان د دولت له درې ګونو قواوو څخه غواړو چي په اوسنيو حساسو شرايطو کي خپل سليقوي اختلافات يو بغل ته کړي او د هيواد د ښې راتلونکي له پاره يو له بل سره اوږه په اوږه همکاري وکړي.

دغه خوځښت له طالبانو سره د افغان دولت د سولي له بهير څخه ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کي يې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د ملک د مخورو څېرو د ترور مخه ونيسي.

په داسي حال کي چي په تيرو څو مياشتو کي د افغانستان په بېلا بېلو برخو کي په لسګونو قومي مشران، حکومتي لوړ پوړي چارواکي او مخور ترور سوي دي.

د افغانستان د ځوانانو د همږغۍ مرکز همدا راز له ولسمشر کرزي څخه هم غوښتنه وکړه چي د دوی استازو ته په هغو غونډو کي د ګډون حق ورکړي، چي د افغانستان د برخليک په اړه پکښي پريکړي کيږي.

د ښاغلي اميرزاده د وينا له مخه، چي دوی ته په تيرو څو کلونو کي هيڅ راز پام نه دی سوی او د ځوانانو رول چي په نوري نړۍ کي تعين کونکی رول لري له پامه غورځول سوی دی.

د ځوانانود همږغۍ مرکز پر داسي مهال خپل ږغ پورته کوي، چي ټاکل سوې تر څو راتلونکو ورځو د افغانستان په اړه د ترکيې په استانبول کي مهمه غونډه جوړه سي.

له دغي غونډي وروسته د عنعنوي لوي جرګې له پاره تابيا نيول سوې او ځوانان هڅه کوي چي په د غو ناستو کي خپل اغيز ولري.

دا چي دولت به په دغو مهمو غونډو کي د ځوانانو د ګډون له پاره څه وکړي تر اوسه يې رسمي بيان نه دی ورکړی، خو داسي ويل کيږي، چي يو شمير مدني ټولنو او د هغوی استازو ته به د استانبول په غونډه او په لويه عنعنوي جرګه کي د ګډون حق ورکړل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل