افغان ځواکونو د طالبانو له بنده ۴۵ بندیان آزادي کړي
۱۳۹۷ تیر ۲۶, سهشنبهد ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم د آلمان خبري آژانس، سره په خبرو کې ویلي دي چې په موسی کلا ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال پنځلس پولیس افسران، د ملي اردو څلور غړي، دوه ډاکټران او د ځایي اوسیدونکو یوه ډله له زندانه آزاد شوي دي.
خو د هلمند ولايت وياند عمر ځواک بيا اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغو عملیاتو کي ۵۴ کسان د طالبانو له يوه زندانه آزاد کړل شوي دي.
ځواک ويلي دي چې آزاد شوي کسان ۳۲ ملکيان، ۱۶ پوليس، ۴ عسکر او دوه پوځي ډاکټران دي.
د ځانگړو ځواکونو وياند جاوید سلیم، په خبره بندیان د طالبانو په زندان کې د بیلا بیلو تورونو له کبله چې پر د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او جاسوسۍ تورونه هم شامل دي، ساتل کیدل.
زیاته شوې ده چې د عملیاتو په ترڅ کې آزاد شوي کسان په دغه ولایت کې یوه پوځي مرکز ته بیول شوي دي او په پام کې ده چې د سه شنبې د ورځې په اوږدو کې به بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
په می میاشتې کې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو له دوو زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۵ ملکي کسان آزاد کړي ول.
زموږ له آرشیف څخه: