1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونو کي د شمولیت پروسه سختیږي

۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبه

ناټو له هغه وروسته دا پریکړه وکړه چي معلومه شوه هغه افغان سرتیري چي څلور فرانسويان ئې ووژل د رشوت په ورکولو سره ځان په پولیسو کي شامل کړی وو.

https://p.dw.com/p/13xKY
ناټو غواړي تر ۲۰۱۴ کاله پوري د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ کړي
ناټو غواړي تر ۲۰۱۴ کاله پوري د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ کړيانځور: AP

عبدالصبور هغه کس دﺉ چي په کاپیسا کي ئې څلور فرانسوي سرتیري ووژل او ډیر شمیر نور ئې ټپیان کړل. هغه وخت چي صبور غوشتل له افغان پولیسو سره یوځای شي، ده تذکره نه درلوده. صبور لومړی ځل په د ۲۰۱۱ کال په اپریل میاشت کي پرته له دې چي تذکره ولري چي ښکاره کړي چي دی د افغانستان وگړی دئ د رشوت په ورکولو سره د افغان امنیتي ځواکونو صفونو ته ورداخل شو. د رپوټونو له مخي هغه د دغه کار د تر سره کولو له پاره یوازي ۵۰۰ افغاۍ رشوت ورکړی وو.

صبور د خپل د تحقیق په فایل کي ویلي دي چي د کلي د مشر پرځای ئې خپله کوته ایښي وه او له دي لاري ئې جعلي اسناد جوړ کړي ول. صبور له اته میاشتو خدمت وروسته پښور ته وتښتید. کله چي هغه بیرته کابل ته ستون شو یو بل کس ته ئې ۸۰۰ افغانۍ رشوت وکړ او بیا د افغان امنیتي ځواکونو په کرښو کي شامل شو.

صبور بیا وروسته د کاپیسا ولایت ته واستول شو او هلته ئې د فرانسوي ځواکونو تر نظر لاندي پوځي روزني پیل کړي. صبور د روان کال د جنوري د میاشتي په ۲۰ نیټه پر خپلو فرانسوي روزونکي ډزي وکړي او د څلور فرانسوي سرتیرو د وژلو تر څنگ ئې ۱۵ نور ټپیان کړل.

دا لا روښانه نه ده چي صبور د طالبانو لخوا گمارل شوی وو او که نه، خو یو شمیر چاواکي وایي چي ده له هغه وروسته چي د امریکايي ځواکونو لخوا د طالبانو مړو ته د سپاکاوي ویدو ولیدله، پر فرانسوي ځواکونو ډزي وکړي.

د صبور قضیه په افغانستان کي د نوو پولیس ځواکونو د گمارلو پر وخت په داسي حال کي ستونزي په گوته کوي چي نړیواله ټولنه غواړي د هغوی شمیر ۳۵۲۰۰۰ تنو ته ورسوي چي وشي کولاي په افغانستان کي امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل، وایي چي افغان دولت نه شي کولای هر هغه کس چي د دفاع وزارت سره یوځای کیږي په جلا او دقیقه توگه چک کړي. د امرخیل په خبره داسي نوي بررسي گاني به هم و نه شي کولای چي په راتلونکي کي د افغان ځواکونو په منځ کي د دغه شان کسانو له داخلیدو څخه مخنیوی وکړي. د هغه په باور په افغان حکومت کي موجود اداري فساد او د دفاع د وزارت ضعیفه رهبري د دغه کار مخه نیسي.

د فرانسي د دفاع وزیر ویلي دي چي ناټو به په افغانستان کی په امنیتي ځواکونو کي د شامیلیدونکو کسانو له پاره د بررسي نوي میتودونه په پام کي ونیسي چي د طالبانو له نفوذ څخه مخنیوی وکړي.

خو امرخیل وایي چي د کلیو پر مشرانو هم باور کول ستونزمن کار دئ. ځکه چي د هغه په اند دغه کسان هم کیدای شي چي د طالبانو تر تأثیر لاندي راشي.

په همدي حال کي بیا د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چي دغه وزارت د هغو کسانو له پاره چي غواړي له افغان ځواکونو سره یو ځای شي ډیر سخت مراحل په پام کي نیولي دي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیامل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب