1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کريکټ لوبډلي هري لوبي ته بېل پلان لري

سيد رياض۱۳۹۳ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي مدیر بشیر ستانکزی وایي چې له هري لوبډلي سره د لوبي له پاره ځانگړي پلانونه لري او د هغوی منفي او مثبت اړخونه دواړه ارزیابي کوي.

https://p.dw.com/p/1EVp4
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کريکیټ ملي لوبډله دا وخت د آسترالیا په ایډیلیډ ښار کې د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام سیالیو له پاره چمتووالی نیسي. د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي مدیر بشیر ستانکزی هم د لوبډلي ملتیا کوي.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د لوبډلي چمتووالی په ډیر ښه توگه پر مخ روان دی او د چهارشنبې په ورځ یې د وېسټرن دسترکت لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه. د بشیر په وینا له لومړیو ورځو کې پر لوبغاړو کوم تمرینونه کیدل ځکه چې د افغانستان او آسترالیا تر منځ د وخت توپیر ډیر دی.

بشیر په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه: «موږ غواړو چې خپلې وړې، وړې ستونزې په تمریناتي لوبو کې هواري کړو. زموږ ټوله توجه د فبرورۍ میاشتې پر اتلسمه نېټه له بنگله دیش سره مسابقې ته ده، ځکه چې هغه لوبه ډیره مهمه ده. مهمی خو ټولې مسابقې دي، خو هر ټیم غواړي چې خپل پېل ډیر ښه وکړي.»

افغانستان د نړیوال جام تر پیلیدو دمخه څلور تمریناتي لوبې لري. دوې لوبي د ځایي کريکټ کلبونو سره او بیا د فبرورۍ پر لسمه له هندوستان سره او د فبرورۍ پر دیارلسمه به له متحدو عربي آماراتو سره خپله وروستۍ تمریناتي لوبه وکړي.

د بشیر ستانکزي په خبره په پرونۍ لوبه کې دوی په بیټنگ کې لږ تغیرات راوستل او نوروز منگل په دریم نمبر توپ وهنې ته راووت: «موږ غواړو چې د بېټنگ ترتيب پیاوړی کړو او پخواني لوبغاړي ډیر مسئولیت پر غاړه واخلي او لوبډلي ته ښې منډې جوړي کړي.»

له ویسټرن دسترکت سره په پرونۍ لوبه کې نوروز منگل په زړه پوري لوبه وکړه او په یوازي سر یې ۷۷ منډي وکړې. د ستانکزي په خبره که دوی چیري په هره لوبه کې ۲۵۰ یا تر دې زیاتې منډي جوړي کړای شي، نو هر هیواد ته ماتې ورکولای شو.

حمید حسن څومره چمتو دی؟

له تیرو دوو کلونو راهیسې حمید حسن د ټپې کیدو له امله تل په لوبډله کې نه دی لوبیدلی او وخت ناوخته له ستونز سره مخامخ شوی دی. د ۲۰۱۲م کال په جنورۍ میاشت کې تر ټپي کیدو وروسته حمید حسن دوه عملیاته کړي دي. د حمید حسن د روغتیایي وضعیت په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ستانکزي وویل:

«موږ په تیر کال کې هغه ته ډیر مختلف پلانونه جوړ کړي ول او په سکاټلنډ کې مو په یوه کنفرانس کې پر دې باندي بحث وکړ چې څرنگه کولای شو حمید حسن بیرته لوبي ته چمتو کړو. له دې سره سره مو حمید حسن په هند کې د درملنې یو مرکز ته واستوه هلته یې ورته یو درې میاشتنی پروگرام ورکړ او اوس ډیر ښه شوی دی.»

ښاغلي ستانکزی په تیره میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې له سکاټلنډ او آیرلنډ سره تر سره شوو سیالیو ته په اشارې سره چې حمید حسن پکې گډون درلود وویل: «زه اوس ويلای شم چې حمید حسن تر ۷۵ فیصده بیرته خپل پخواني حالت ته راگرځیدلی دی او هیله مو ده چې څومره مسابقې کیږي دی به ښه کیږي.»

د ستانکزي په خبره د هري لوبډلي قوي او کمزوری اړخ دواړه کتل کیږي: «موږ د ټولو ټیمونو لوبغاړو ته ځانگړی پروگرام جوړ کړی دی چې کومي قوي برخي لري او کومې کمزورتیاوي لري. هغو ټولو ته موږ کتلي دي او ټولو لوبغاړو ته مو د هغوی ویډیو گانې ورکړي دي.»

د بشیر ستانکزي په وینا تر هري لوبې وروسته به دوی حتما خپلي لوبې ته کتنه هم کوي. هغه زیاته کړه: «تاسو پوهیږئ چې کله له یو بشپړ غړیتوب لرونکي یا سترو ټیمونو سره لوبیږئ نو تيروتني بايد نه وي.»

د فيبروري مياشتي پر څوارلسمه نېټه د نړیوال جام لومړۍ لوبه به د A گروپ د کوربه هیواد آسترالیا او انگلستان تر منځ وي او په همدې نېټه به په نیوزیلنډ کې د نیوزیلنډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ لوبه وشي.

نیوزیلند لوبډله هم په A گروپ کې ده. افغانستان به د نړیوال جام لومړۍ لوبه د فيبروري میاشتي پر ۱۸ نېټه له بنگله دیش سره وي. تر دې دمخه افغانستان د آسیا جام په اتلولیو کې بنگله دیش لوبډلي ته ماته ورکړې وه.