1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د افغاني او ترکي محصولاتو نندارتون

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې په کابل کې د افغاني او ترکي محصولاتو یو نړیوال نندارتون پر لار اچولی دی. د دغه نندارتون موخه د افغان او ترکي سوداگرو تر منځ د همکاریو او اړیکو لا پسې غځول دي.

https://p.dw.com/p/1BiMM
انځور: DW/H. Sirat

په دغه نندارتون کې چې په کابل کې تر سره کیږي، د دواړو هیوادونو ۶۰ شرکتونه په سلو غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي. دا د افغان- ترک، څلورم نندارتون دی چې تر سره کیږي. په دغه نندارتون کې ۳۰ تنو پانگوالو د پانگونې د زمینې د برابرولو له پاره هم گډون کړی دی.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د دغه نندارتون د پرانیستغونډې پر مهال وویل، هیله من دی چې دواړه هیوادونه وکولای شي د سوداگرۍ او پانگونې د لا پسې پراخولو زمینه برابره کړي: «موږ خوشحاله یو چې زموږ ورور هیواد له موږ سره هم نظره وي او د افغانستان او ترکیې د اقتصادې ودې د پرمختگ په برخه کې نزدې اړیکې په داسې ډول رامنځ ته کړي، چې د دواړو مسلمانو هیوادونو په خیر وي.»

ارغنديوال، په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې تر دې مهاله ترکي شرکتونه په افغانستان کې ښه ثابت شوي دي. هغه زیاته کړه چې د کان کیندنې په برخه کې هم لومړیتوب د همدې هیواد شرکتونو ته ورکوي. هغه همدراز د افغانستان له راتلونکي حکومت څخه وغوښتل چې د کانونو په کیندنه او تړونونو کې دې له بشپړې روڼتیا څخه کار واخلي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د ترکیې سفیر د نندارتون د پرانیستغونډې پر مهال
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د ترکیې سفیر د نندارتون د پرانیستغونډې پر مهالانځور: DW/H. Sirat

دغه نړیوال نندارتون ته په کابل کې د ترکیې هیواد سفیر اسماعیل آرامز، هم ورغلی وو. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان کیدالای شي د دوی د هیواد یو ښه شریک واوسي او د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکي باید لا پسې ټینگي شي. هغه د کان کیندنې په برخه کې پر افغان دولت د ښه میکانیزم د رامنځته کولو له پاره ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د کان کیندنې له پاره لمړنۍ اړتیا اوسپنیزه پټلۍ ده تر څو نړیوال شرکتونه په اسانۍ سره دغه چاره سمبال کړي.

په پام کې ده چې د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونه د افغان او ترکي سوداگرو له پاره د دواړو هیوادونو د بازارونو او ضرورتونو د پوهاوي زمینه برابره کړي. په پام کې نیول شولې چې سوداگر د بازار د وضعیت په اړه پوهاوی تر لاسه کړي او د بازار د ضرورتونو پر اساس، په افغانستان او ترکیه کې خپل تجارت ته رونق ورکړي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې د ارقامو له مخې، په ۱۳۹۲لمریز کال کې افغانستان او ترکیې د ۲۹۷ میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده. په دغې کې زیاته برخه د ترکیې څخه افغانستان ته راوارد کړل شوي توکي دي.

خو د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې مشر قربان حقجو، د نندارتون تر څنگ په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې د افغانستان او ترکیې نیک سیاسي، کلتوري او اقتصادي روابط د دې غوښتنه کوي، چې دغه دواړه هیوادونه دې لا ډیره راکړه ورکړه ولري.

حقجو، په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «نن ورځ چې د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې کوم تجارت لرو اصلا د افغانستان او ترکیې وړتیا نه لري. موږ باید دا کچه لوړه کړو او کولای شو د ایران په پرتله له ترکیې څخه زیات مواد راوارد کړو.»

په دغه نندارتون کې ۶۰ شرکتونو په سلو غرفو کې خپل توکې نندارې ته وړاندې کړي دي
په دغه نندارتون کې ۶۰ شرکتونو په سلو غرفو کې خپل توکې نندارې ته وړاندې کړي ديانځور: DW/H. Sirat

په عین وخت کې هغه سوداگر او پانگوال چې له ترکیې څخه تجارتي مالونه راواردوي، دغه نندارتون اغیزمن بولي.

عزت الله سادات، چې له ترکیې څخه د پترولي موټرو په گازي موټرو د بدلولو تخنیک یې افغانستان ته راوړی دی، له خپل کار څخه راضي دی او وایي چې دغه تخنیک د کابل د هوا د ښه والي سبب گرځیدلی دی: «په اوسني وخت کې موږ پترولي موټرې په گازي موټرو تبدیلوو. دغه کار له چاپیریال ساتنې سره مرسته کوي.»

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې د وینا له مخې، څلور کاله تر مخه د افغانستان او ترکیې تر منځ تجارتي راکړه ورکړه، ۱۵۰ میلیونه ډالره وه چې اوس دوه برابره ډیره شوې ده.