1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته دنووامريکايي عسکرودپاره 33 مليارډه ډالره منظورسوې

۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعه

د امريکا د متحده ايالتونو سنا د باراک اوباما هغه اقتصادي بِل د پنجشنبې په ورځ منظور کړی چي په ترڅ کي يې اوباما په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د زياتولو لپاره د 60 زرو مليونو ډالرو غوښتنه کړې وه

https://p.dw.com/p/OSLs
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه اقتصادي بِل کي د 20 زرو مليونو ډالرو جلا غوښتنه هم سوې وه چي د استازو د جرگې ډيموکراټانو په بل کي ور زياته کړېوه. خو د امريکا سنا د 20 زرو مليونو ډالرو دغه غوښتنه رد کړه او بېرته يې د استازو جرگې ته د رايي اچولو دپاره ورولېږله.

دا اقتصادي بل پداسي حال کي منظور سو چي د امريکا ډير سياستوال تر 9 کالو جگړې وروسته د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو د روښانه پلان غوښتنه کوي. ولي چي دغې جگړې د امريکا پر بودجي ډېري منفي اغېزي کړي دي.

Nachtsitzung im US-Senat
انځور: AP

د اوباما ادارې د جنورۍ په مياشت کي د 33 بليونو ډالرو غوښتنه وکړه. و افغانستان ته د 30 زرو نوؤ عسکرو د استولو دپاره دغو پيسو ته اړتيا وه. اوباما په تېر دسمبر کي په افغانستان کي دامريکايي عسکرو د زياتوالي اعلان کړی ؤ.

د امريکا کانگرس چيري چي د اوباما د ډيموکراټ گوند د استازو شمېر زيات دی په مياشتو مياشتو په افغانستان کي د امريکايي پوځ لپاره د لا زياتو پيسو بل وځنډواوه. د هغه وجه داوه چي په ايالتونو کي پخپله ډېري نوي مهمي موضوعگاني تر بحث لاندي وې او د افغانستان د جگړې په هکله پوښتنې مخ پر زياتېدو وې.

اوس د متحده ايالتونو د استازو جرگې د اقتصادي بل يوه بڼه او سنا بله بڼه منظوره کړله. هغه پيسې چي د متحده ايالتونو د ښونځيو د ښوونکو او د مکسيکو سره د سرحد ټينگولو لپاره غوښتل سوي وې ،باندي اوس بايد د سره د استازو په جرگه کي رايې واچول سي.

US Armee Training Afghanistan
انځور: AP

د دې څخه تر مخه پنټاگون و کانگرس ته خبرداری ورکړی ؤ چي که يې تر اگسته پوري په افغانستان کي د اضافه عسکرو د لېږلو د مصارفو بل منظور نه کړی ،نو پينټاگون به د اقتصادي کړکېچ سره مخامخ سي . په خبرداري کي دا هم ويل سوي وه چي ښايي پېنټاگون دې ته مجبوره سي چي د بعضو عسکرو تنخواوي وځنډوي.

پداسي حال کي چی په تيرو مياشتو کي په افغانستان کي د طالبانو بريدونه ډير سويدي او ورسره د امریکايي عسکرو د وژنې عدد هم جگ سوی دی، ډيری امريکايان اوس د افغانستان و جگړې ته د شک په سترگه گوري .

US Navy Armee Soldaten Wasser Hilfsgüter Flash-Galerie
انځور: AP

د اقتصادي بل پر سر د بحث پر وخت د متحده ايالتونو د استازو د جرگې 162 غړو پر دې خبره ټينگار وکړی چي بايد د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو مهال وېش وټاکل سي.

RTRE/ ولي اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري