1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه چين ته په اورګاډو کې د سوداګريزو توکو ليږد

۱۳۹۷ اسفند ۲۵, شنبه

راتلونکې اوونۍ به د لمړي ځل له پاره له افغانستانه چين ته په اورګاډو کې د صادراتي توکو استول پیل شي. د افغان چارواکو په وينا په دغو سوداګريزو توکو کې به د مرمر ډبرې، وچه ميوه او غالۍ شامل وي.

https://p.dw.com/p/3FAU7
China Afghanistan Einweihung der neuen Bahnstrecke Nantong - Hairatan
انځور: Imago/Xinhua

د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي دويچه وله ته وويل چې تر اوسه د يو لړ تخنيکي ستونزو له امله له افغانستانه چين ته صادرات نه ترسره کيدل، خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

هغه دغه ستونزې دا وښودې: «تر دې مخکې هلته د ګمرګي لحاظه تخنيکي امکانات نه ول، هغه درې اړخيز قرارداد چې باید د افغانستان چين، قزاقستان او ازبکستان تر منځ موجود وی هم نه وو، د مالونو قراردادونه نه وو شوي، بازار او مارکيټونه هم ورته نه وو موندل شوي.»

چين ته لمړني واردات

الکوزي په دې اړه وويل: «پرون (د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۴مه نېټه) د واخان ترانسپورتي شرکت او يوه چينايي شرکت، د کابل په ګلبهار سنټر کې خپل صادراتي مشترک شرکت پرانيست او دوی به موجوده د ۳۰ تر ۳۵ کانټينره سوداګريز توکي چې د مرمرو ډبرې، غالۍ او وچه ميوه ده، راتلونکې اوونۍ له دغې لارې چين ته انتقال کړي.»

د هغه په وينا اوس د افغانستان له لوري د صادرات په پيليدو سره به له چين څخه افغانستان ته د وارداتي توکو لګښت هم راښکته شي. د هغه په وينا له چين څخه د قزاقستان او ازبکستان له لارې حيرتان بندر ته له يوه کال راهيسي واردات پيل شوي دي.

چين ته په اورګاډي کې د افغانستان لمړني صادرات

د صنايعو او سوداګري خونې د مرستيال په وينا دا د افغانستان د صادراتو له پاره د چابهار او کراچې بندرونو په پرتله ډيره نژدې او ارزانه لاره ده او د مالونو ليږد راليږد په کې لږ وخت نیسي. هغه ترڅنګ دا هم وويل چې دوی به د دغې لارې ترڅنګ د چابهار او کراچي بندورونو څخه هم کار اخلي: «هره لاره چې موږ له پاره ارزانه پريوځې موږ به ورڅخه کار اخلو.»

  

Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
د افغانستان او چين تر منځ د اورګاډي لمړنۍ پټلۍ د ۲۰۱۶م کال په اګست مياشت کې پرانيستل شوې وهانځور: DW/H. Safi

الکوزي زياته کړه افغانستان په سيمه کې خپل تر ټولو زيات واردات لمړی له پاکستان او په دوهم ګام کې له ايران څخه کوي. په دغو وارداتو کې په ځانګړي توګه خوراکي، ساختماني او د سوند مواد شامل دي چې د افغانستان له پاره په مناسبه او ارزانه بيه پريوزي. هغه د نړۍ په کچه د افغانستان تر ټولو ستر سوداګريز شريک چين وښود.

د صادراتو څو برابره لوړيدو هیلې

د خان جان الکوزی په وينا افغانستان تيرکال له چين څخه د څه باندې يو ميليارد او ۳۰۰ میليون ډالرو په ارزښت واردات درلودل.

هغه هیله مند دی چې په اورګاډو کې له افغانستانه چين د صادراتو په پيليدو سره به، د افغانستان د صادراتو کچه له ۲۰ ميليونو ډالرو څخه ۵۰ او يا هم ۶۰ ميليونو ډالرو ته پورته شي.

د افغانستان او چين تر منځ د سوداګريزو توکو د ليږد راليږد په موخه د اورګاډي لمړنۍ پټلۍ د ۲۰۱۶م کال په اګست مياشت کې پرانيستل شوې وه. له چين څخه د افغانستان حيرتان بندر ته په اورګاډو کې د سوداګريز توکو ليږد دوه اوونۍ وخت نيسي. له دغې لارې افغانستان ته په لمړي ځل درې کاله مخکې چينايي مواد وارد شوي ول. 

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: