1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې لا هم د کم عمره ماشومانو د مړینه کچه لوړه ده

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د ملګرو ملتونو په وینا په نړۍ کې د پخوا په پرتله ماشومان اوږد عمر لري او له روغتیا برخمن دي، خو بیا هم ننګونې شته. افغانستان د نړۍ په کچه دریم هیواد دی چې له ۵ کلونو د کم عمره ماشومانو د مړیني کچه په کې ډیره ده.

https://p.dw.com/p/3TDka
Afghanistan humanitäre Hilfe
انځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی دی چې له ۱۹۸۹م کال راهیسې د ماشومانو په ژوندانه کې د ښه والي راتلو سربیره د نړۍ ډیر شمیر بې وزله له پامه غورځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو د کنوینسیون د دېرشمې کليزې په مناسبت یونیسف په یوه رپوټ کې ویلي دي چې بې وزلي او څنډې ته کولو دوام د میلیونونو ځوانان هوساینه له خطر سره مخامخ کړې ده.

د یونیسیف مشرې هینریتا فور، له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې «د روغتیا، خوړو او تعلیم په برخه کې د ننګونو د دوام سربیره نن ورځ ماشومان باید د نویو ګواښونو لکه د اقلیم بدلون، آنلان ناوړه چلن او سایبري حملو پر وړاندې مبارزه وکړي.»

له ۱۹۸۹م کال راهیسي څه بدل شوي؟

د یونیسیف د رپوټ له مخې په تیرو ۳۰ کلونو کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو د مړیني په کچه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د رپوټ له مخې د پخوا په پرتله ماشومان لومړینو زده کړو ته ډیر لاس رسی لري او د هغو ماشومانو تناسب چې ښوونځي ته نه تلل له ۱۸ سلنې ۸ سلنې ته راټیټ شوی دی. خو په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې دغه پرمختګ پرچاوو شوی دی.

د افغانستان وضعیت

په افغانستان کې د یونیسف ادارې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې د نړۍ د ماشومانو د وضعیت پر بنسټ «افغانستان کې له پنځه کلنۍ ټیټ عمر لرونکو ماشومانو د مړیني کچه په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۲۷۵ تنه ده.» له همدې کبله افغانستان د نړۍ په کچه دریم هیواد دی چیرې چې تر پنځه کلنۍ د کم عمرو ماشومانو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

د یونیسف د اعلامیې له مخې له وخت څخه دمخه د زیږیدو څخه د اختلاطاتو رامنځ ته کیدل د دغو ماشومانو د مړینې لامل کیږي. تر افغانستان دمخه انګولا او سیرلیون هغه دوه هیوادونه دي چیرې تر پنځه کلنۍ د کم عمرو ماشومانو د مړینې کچه زیاته ده.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د یونیسف د دفتر مرستیالې مشرې میرمن شیما سن ګوپتا ویلي دي: «د دغې مړینې د کچې د ټیټوالي له پاره به له هلو ځلو پرته موږ هغه نړیوالې موخې ته، چې د ۱۹۳م هیوادونو له خوا تصویب شوې ونه رسیږو، څو تر ۲۰۳۰م کاله پورې د ټولو هغو نیو زیږیدو ماشومانو او همداشان د هغو ماشومانو چي د درملنې وړ دي، د مړینې کچه ختمه نه کړو.»

د «ډیر ژر زیږون، په مناسب وخت او مناسب ځای کې مراقبت» تر شعار لاندې په افغانستان کې د یونیسف ادارې د افغانستان د دولت، روغتیا نړیوال سازمان، د امریکا متحده ایالاتو پراخیتایي ادارې او نورو پراختیایي شریکانو سره په یوه غونډه کې له وخت څخه دمخه د زیږدنو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو په اړه پر جدي کړنو او پانګونې ټینګار کړی دی.

د ماشومانو د حقوقو کنوینسیون د ۱۹۸۹م کال د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له لوري تصویب شوي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دغه کنوینسیون یې لاسلیک کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: