1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له فیفا څخه د ښځینه فوټبالرانو شواهد غوښتي

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

لویې څارنوالۍ له فیفا څخه د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو له لوري د ورکړل شوو شواهدو غوښتنه وکړه. څه موده وړاندې یو شمیر ښځینه فوټبالرانو د فوټبال فدراسیون پر چارواکو د جنسي ځورونې تورونه پورې کړل.

https://p.dw.com/p/3AD7g
Afghanistan Frauen Fußball Training  Khalida Popal
انځور: Getty Images/D. Leal-Olivas

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۶ نیټه) د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د فوټبال له نړیوال سازمان یا فیفا څخه د افغان ښځینه فوټبالرانو له لوري د جنسي ځورونې په هکله دوی ته ورکړل شوو اسنادو او شواهدو د سپارلو غوښتنه وکړه. د لویې څارنوالۍ ویاند په دې خبري غونډه کې وویل چې دغه غوښتنه د افغانستان د ښځینه فوټبال د ملي لوبډلې له لوري د جنسي ځورونې د تورونو د پلټنې یوه برخه ده.

جمشید رسولي وویل: «موږ په رسمي توګه له فیفا څخه غواړو چې موږ ته ټول هغه شواهد وسپاري کوم چې زموږ له پلټنو سره مرسته کولی شي.» دا په داسې حال کې ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د فوټبال دغه نړیوال سازمان یا فیفا د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پر مشر کرام الدین کریم باندې د ۹۰ ورځو کاري بندیز وضع کړ. فیفا دغه بندیز د ښځینه افغان فوټبالرانو له لوري د فدراسیون د مشر په ګډون پر یو شمیر چارواکو باندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستي او جنسي ځورونې د تورونو له کبله وضع کړی دی. تر دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ د افغانستان د فدراسیون د مشر په ګډون د پنځو نورو چارواکو دندې وځڼدولې.

د لویې څارنوالۍ ویاند همدا راز وویل چې د جنسي ځورونې او جنسي ناوړه ګټه اخیستې د تورونو د سپیناوي په موخه یې د افغانستان د ښځینه فوټبال د ملي لوبډلې له پخوانۍ کپتانې خالدې پوپل سره هم اړیکه نیولې او له هغې څخه د شواهدو د سپارلو غوښتنه کړې ده. رسولي همدا راز وویل: «موږ د میرمنو د ملاتړ له ټولو سازمانانو، رسنیو او فعالانو څخه هم غواړو چې د فوټبال فدراسیون په دننه کې د میرمنو د جنسي ځورونې په برخه کې خپل معلومات له موږ سره شریک کړي څو د دې قضیې په هکله سمه پریکړه وشي.»

د دې ترڅنګ د فوټبال نړیوال سازمان یا فیفا هم ویلي چې دوی د دغو ادعاوو پلټنه پیل کړې. د افغانستان د ښځینه فوټبال د ملي لوبډلې د جامو ملاتړي شرکت هیومل تر دغو ادعاوو وروسته د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره خپل ملاتړ پای ته رسولی دی. په دې هکله د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي له دغه ډنمارکي شرکت څخه هم غوښتنه وکړه څو د د ښځینه فوټبال د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ د توقف په هکله معلومات له دوی سره شریک کړي.