1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د برېښنا شل کلن ماستر پلان جوړ سو

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی دئ، چي په راتلونکو شلو کلونو کي به د دغه هيواد د برېښنا ټولي اړتياوي پوره شي. د برېښنا د ماستر پلان قرارداد ۲ کاله پخوا له يوې آلمانۍ کمپنۍ «فيشنر» سره سلاسليک شوی وو.

https://p.dw.com/p/18CzE
Afghanistan Stromnetzwerk in Kabul

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل په دې اړوند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغه ماستر پلان له مخي به هېواد د راتلونکو ۲۲ کلونو له پاره یوه ډادمنه برېښنا ولري.

هغه زیاتوي چې ماسټر پلان د یو میلیون او پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی چې پیسې یې د جاپان او د آسیا پراختیايي بانک له خوا ورکړل شوي دي.

"په دغه ماسټر پلان کې د هېواد هر ولایت ته د یوې ډاډمني او په کښته بیه د برېښنا رسول او په ځانګړې توګه د پانګوالو له پاره د کښتي بیي برېښنا زمینه برابرول شامل دي."

د اسماعیل په وینا په ماسټر پلان کې له کورنیو سرچینو(اوبو، د ډبروسکرو، گازو، د تجدید وړ انرژي) او بهرنیو سرچینو څخه د لوړ ولټاژ مزو غځول شامل دي، چې د بریښنا له پلوه په راتلونکو شلو کالو کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

افغانستان اوس خپله زیاتره برېښنا له دباندي واردوي، چې پکښې ترکمنستان، تاجکستان، ایران او ازبکستان شامل دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي وارداتي برېښنا په ټوله نړۍ کې معمول دی، نو ځکه د دغه ماسټرپلان په جوړولو سره به هم هېواد ته د برېښنا وردات دوام ولري.

"وارداتي برېښنا اوس د نړۍ په ټولو هېوادونو کې معمول دی، ځکه د ورداتي برېښنا بيي کښته وي، د بیلګې په توګه اوس موږ له ترکمنستانه یو کیلوواټ برېښنا په ۲ افغانیو رانیسو خو که چیري موږ له خپلو اوبو په دومره اندازه برېښنا استعمالوو تردې په لوړه بیه راته تمامیږي."

افغانستان اوس له ازبكستان څخه هركيلواټ برېښنا په اووه امريكايي سنټو، له تاجكستان څخه په درو سنټو او له تركمنستان څخه په دوه امريكايي سنټو واردوي.

سره له دي چې چارواکې هېواد ته د وارداتي برېښنا دلیل ددې برېښا کښته بیې بولې، خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا وايي دا وارداتي برېښنا د افغانستان د اقتصاد ترڅنګ د هېواد د سیاست په زیان هم ده.

د کتونکو په باور یو شمېر هېوادونه په دغه راز وارداتو سره غواړې افغانستان د تل له پاره خپل ځانته اړباسي.

د وروستيو شمېرو پر بنسټ هر كال د افغانستان ۸۱ ميليارده متر مكعب روانې اوبه، د افغان حکومت د نه پام له كبله ګاونډيو هېوادونو ته ځي.