1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

التماير: دريمو هېوادونو ته هم کډوال استوو

۱۳۹۴ بهمن ۱۱, یکشنبه

د آلمان حکومت غواړي چې مجرم کډوال دريمګړو هېوادونو ته واستوي که هغوی ونه شي کولای خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي. دغه خبره د صدارت د دفتر مشر، پېټر آلتماير وکړه.

https://p.dw.com/p/1HmRP
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان د صدرات د دفتر مشر، پېټر التماير، د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته ويلي دي چې «موږ له ترکيې او نورو هېوادونو سره د کډوالو د بېرته منلو په اړه خبرې اترې کوو.» التماير زياته کړه: «دا په دې معنی هم وي چې دغسې کډوال خپل اصلي هېواد ته ته استول کيږي که هلته د مثال په ډول کورنۍ جګړه حاکمه وي، بلکې هغه هېواد ته بېرته استول کيږي چې له لارې يې اروپايي ټولنې ته راداخل شوي وي.»

د التماير د څرګندونو له مخې په آلمان کې د بېرته لېږنې او په خپله خوښه بېرته ستنېدنې شمېرې په دې وروستيو کې دوه برابره زياتې شوې دي. التماير د آلمان د حکومت د کډوالو د چارو انسجام ورکوونکی هم دی. «تقريبا ۵۰۰۰۰ کډوالو آلمان د ۲۰۱۵ کال د پيل راهيسې پرې ايښی دی، يا په خپله خوښه تللي دي يا بېرته لېږل شوي دي.» ډېر شمېر خلک بېرته ستنيږي مخکې له دې چې د پناه غوښتنه يې کړې وي، کله چې هغوی ته په څرګنده توګه وويل شي چې د پناه غوښتنې عريضه يې چانس نه لري.» سره له دې هم نورو پرمختګونو ته اړتيا ليدل کيږي. د مسيحي دموکرات ګوند غړي او وتلي سياستوال التماير زياته کړه: «څوک چې د اقامت اجازه نه لري، بايد آلمان ډېر ژر پرېږدي. موږ به د بالکان د هېوادونو په څېر داسې ښکاره سيګنالونه ورکړو چې آلمان ته راتګ د هغه چا له پاره چې له الجزاير، تونس او مراکش څخه وي، نه ارزي.»

د نويو راتلونکو کډوالو شمېر په ټيټېدو دی

التماير د نويو راغلو کډوالو په برخه کې هم له پرمختګونو څخه خبرې کوي: «د هغو کډوالو مجموعي شمېر چې د ترکيې له لارې اروپا ته راځي، د اکتوبر مياشتې راهيسې ډېر ټيټ شوی دی، يعنې څه باندې ۶۰ سلنه.» دا په داسې حال کې ده چې د بالکان له هېوادونو څخه د کډوالو شمېر د دوبي راهيسې څه باندې ۹۰ سلنه ټيټ شوی دی. خو وزير التماير دا هم وويل چې دغه پرمختګونه کفايت نه کوي. «موږ د دې له پاره ډېر کار کوو چې دغه شمېرې مياشت په مياشت نورې هم ټيټې شي. ځکه په يونان او ترکيه کې د قاچاق وړونکو او د انسانانو د لېږدونکو په وړاندې پر يوې اغېزمنې مبارزې باندې ټينګار کوو. د هغوی د شمېر په کمېدو سره اوس لا د دې امکان رامنځ ته شوی دی چې کډوال سم راجيستر او کنترول شي.»

اتريش هم کډوال بېرته لېږي

د اتريش حکومت په دې ترڅ کې اعلان کړی دی چې په راتلونکو درو کلونو کې به ۵۰۰۰۰ کډوال خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته لېږي. د اتريش د آي پي آي خبري اژانس د کورنيو چارو وزارت د يوه سند په حواله خبر ورکړی دی چې ګړندۍ پروسې، د بېرته لېږد تړونونه او اضافه الوتنې په نظر کې نيول شوې دي. د اتريش د کورنيو چارو وزيرې، يوهانا ميکل لايتنر، دغه اژانس ته ويلي دي: «موږ اوس لا په هغو هېوادونو کې شمېرل کيږو چې تر ټولو زيات خلک بېرته لېږي. خو موږ به دغه شمېر لا لوړ کړو او دغه کار ته لا پراختيا ورکړو.»