1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او افغانستان د مدني ټولنې له غوښتنو څخه ملاتړ اعلان کړ

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

د افغانستان او المان د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ د بن په ښار کې وویل، چې د افغانستان د مدني ټولنې له غوښتونو څخه به ملاتړ وکړي. دغو چارواکو د مدني ټولنې د غونډي تر پای وروسته دغه خبري په یوه خبري غونډه کي وکړې.

https://p.dw.com/p/13M6H
د روانې میاشتې په پنځمه نیټه به د افغانستان په هکله په بن کې یو کنفرانس جوړ شي
د روانې میاشتې په پنځمه نیټه به د افغانستان په هکله په بن کې یو کنفرانس جوړ شيانځور: DW

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمي رسول، او د هغه الماني سیال، ګیدو ویستر ویله، نن د بن په ښار کې د مدني ټولنې د استازو غوڼدي ته وینا وکړه. د افغانستان د مدني ټولني استازي په دغه ښار کي له دوو ورځو را په دېخوا سره په خبرو بوخت دي تر څو د بن را روان کنفرانس ته خپل وړاندېزونه راغونډ کړي.

ویستر ویله د مدني ټولني استازو ته په خپله وینا کې وویل، چې نړیواله ټولنه به یو ځل بیا افغانستان یوازي نه پرېږدي:

«موږ د افغانستان په تاریخ کې یو نوي پړاو ته دا خليږو، ځکه نو نړیواله ټولنه افغانستان ته یو واضیح پیغام لري او هغه دا چې موږ تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم تاسو يوازي نه پريږدو.»

د آلمان د پهرنیو چارو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نړیوال به هغوې یو وار بیا یوازې برې نه ږدي
د آلمان د پهرنیو چارو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نړیوال به هغوې یو وار بیا یوازې برې نه ږديانځور: DW

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپله اوږد مهاله ملګرتیا وساتي او له دغه هیواد سره به په بېلا بېلو برخو کي همکاریو ته دوام ورکړي. هغه په خاصه توګه وویل چي نړیواله ټولنه به په افغانستان کي د ښځو له حقونو څخه ملاتړ وکړي.

په دغه غونډه کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغان دولت د دغه هیواد د مدني ټولني غوښتني جدي بولي.

رسول له نړیوالي ټولني څخه وغوښتل چي تر دې وروسته له افغانستان سره د یوه خپلواک او ملي اقتصاد لرونکي هیواد په توګه مرستي وکړي.

د آلمان د پهرنیو چارو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نړیوال به هغوې یو وار بیا یوازې برې نه ږدي
د آلمان د پهرنیو چارو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نړیوال به هغوې یو وار بیا یوازې برې نه ږديانځور: DW

د افغانستان د مدني تولني د استازو په غونډه کي پریکړه وشوه چي د دغې ټولنې دوه استازي سیلۍ غفار او باري سلام د بن په دوهم کنفرانس کي ګډون وکړي او هلته د خپلي ټولني پیغام په رسمي توګه واوروي.

د افغانستان د مدني ټولني استازو د خپلي دوه ورځینۍ غونډي پایلي نن د آلمان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له خبري غونډي تر مخه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې استازو د بن کنفرانس څخه خپلي غوښتنې په دریو برخو ویشلي. د امینت د لیږد بهیر، په افغانستان کې د سولې پروسه او دغه هیواد سره نړیواله اوږد مهاله تعهد هغه څه دي چي دوئ یې په اړه د بن د کنفرانس ګډونوالو ته خپل وړاندیزونه اعلان کړل.

افغانستان کي د مدني ټولني فعال، باري سلام، د افغانستان د خلکو په استازيتوب له نړیوالي ټولني څخه مننه وکړه. هغه وویل چې افغانستان په تیرو لسو کولونو کي ډیري لاس ته رواړني لري. هغه همدا راز وویل چي افغانستان باید په ډیرو نورو برخو کي لا ډیر پر مختګ وکړي چي په دې لار کي د نړیوالي ټولني ملاتړ ته اړتیا لري.

د سلام په وینا افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر باید د دغه هیواد د شرایطو په پام کي نیولو سره او په تدریجي ډول پلې شي. هغه وویل چي نړیواله ټولنه باید افغان ځواکونه و روزي او هغوئ تجهیز کړي.

د افغانستان د مدني ټولني استازو له افغان حکومت او نړیوالې ټولني څخه وغوښتل چي د سولي د بهیر په پلي کولو سره د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړني د ګواښ سره مخامخ نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو د غونډي په لومړۍ ورځ، افغانستان او پاکستان ته آلمان ځانګړي استازي، میشایل شټاینر، هغوئ ته ډاډ ورکړ چي نړیواله ټولنه به افغانستان یو وار بیا یوازي نه پريږدي.

شتاینر تیره ورځ په خپلو خبرو کي وویل چي د افغانستان په هکله د بن کنفرانس له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه نه، بلکي په دغه کنفرانس کې به نړۍ له افغانستان سره د لسو نورو کلونو له پاره خپل تعهد تازه کړي.

مسعود جهش
کتونک: نجیب الله زیارمل