1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اليس شوارڅر: موږ «په چټکۍ سره» پرمختګونه لاس ته راوړي

۱۳۹۷ اسفند ۱۷, جمعه

اليس شوارڅر چې په آلمان او نړۍ کې د ښځو د حقونو فعاله ده، وايي د برابرۍ په برخه کې پر څرګندو پرمختګونو سربيره، بيا هم د ښځو په وړاندې سترې ننګونې پرتې دي، په تيره بيا په افغانستان او اسلامي نړۍ کې.

https://p.dw.com/p/3EgVr
Alice Schwarzer
انځور: DW/N. Fasel

دویچه ویله: موږ سږ کال د ښځو د رایې اچونې د حق د ترلاسه کولو سلم کال لمانځو. که چیرته موږ له۷۰م کلونو راهیسې تر اوسه پورې حالاتو ته وگورو، نو تاسو هم میرمن شوارڅر د ښځو د حقونو په برخه کې ډیرې هڅې کړي او تر اوسه پورې مو ډیرې لاسته راوړني درلودې چې له امله یې نن ورځ میرمنې په پراخه کچه ورڅخه ګټه اخلي. که چیرته اوس ۲۰۱۹م کال ته ځیر شو، فکر کوئ چې هغه هدف ترلاسه شوی، چې تاسې یې د ترلاسه کولو هڅې کولې؟ 

میرمن الیس شوارڅر: لکه څرنګه چې موږ د څیړنو له پایلو څخه وینو، په ټولنو کې د نارینوو واک یا پلارواکي شاوخوا ۴۰۰۰ کلن تاریخ لري، او د هغې پر وړاندې د برابرۍ او پر خپلو پښو د دریدو له پاره څلویښت کلنه مبارزه زیاته نه ده. خو که د یوه انسان د ژوندانه د زماني د محدودۍ له پلوه ورته وکتل شي نو زموږ د ښځو لاس ته راوړنې ډیري دي. موږ خورا چټک پرمختګ کړی دی. موږ یوازې په آلمان کې نه، بلکې کابو په ټوله لویدیځه نړۍ کې اوس قانوني مساوي حقوقو ته لاس رسی موندلی. موږ د تعلیم او ټولو شغلونو ته د رسیدو له پاره نامحدوده امکانات لرو، البته په تيوري کې. لکه څرنګه چې تاسې پوهیږئ چې په آلمان کې د تیرو ۱۳ کلونو راهیسې یوه ښځه صدراعظمه ده. 

خو پر دې ټولو سربیره، اوس هم میرمنې او ماشومان د زورزیاتیو له پیښو سره لاس او ګریوان دي خو د ټولنې په کچه دغه څه مردود دي او رد کیږي. خو بیا هم دا یوه مهمه او ستره موضوع ده. تاوتریخوالی تل د تسلط اصلي هسته وي، خو د ټولنې له خوا ردیږي. خو په عین وخت کې نورې نوې ستونزې هم موجودې دي. د بیلګې په توګه د پونوګرافي یا [لوڅو فلمونو] څپه.

اوس هم د ښځو بدن د مقابلې په یوه میدان اوښتی. دا ډارونکې ده چې په اسلامي هیوادونو کې ښځې باید ځانونه پټ کړي او دلته باید ښځې ځانونه لوڅ کړي. ‌دا دواړه د حل لارې نه دي. ‌خو له دې سره هم بیا دلته وضعیت (په آلمان کې) ستاسو د زیږیدو د ټاټوبي (افغانستان او سیمي) په نسبت ښه دی.

دویچه ویله:‌ میرمن شوارڅر، پخوا هم تاسې د دغه ډول یوه وضعیت د رامنځ ته کیدو له احتمال څخه خبرداری ورکړی چې نن  ورځ حاکم دی، ستاسو اندیښنه پرڅه ده؟
 
الیس شوارڅر: ‌زه له څلویښتو کلونو راهیسې په دغو هیوادونو کې د ښځو له پاره د EMMA، په نوم د سیاسي مجلې د لیکوالې، ناشرې او نوښتګرې په توګه فعالیت کوم. له دغو ښځو سره په تماس کې یم او یو له بل سره نظرونه تبادله کوو. خو کله چې په ایران کې وضعیت ته ګورم نو ډیره اندیښمنه کیږم. زه د ۱۹۷۹م کال د مارچ میاشتې په ۸ نیټه له یو شمیر فرانسوي پوهانو سره په ایران کې وم، ځکه ایراني میرمنو له موږ څخه د مرستې غوښتنه کړې وه. کله چې د افغانستان وضعیت ته نظر اچوو نو دا پوښتنه راسره مطرح کیږي چې ولې امریکایان په دغه هیواد کې وجنګیدل، چې اوس له طالبانو سره مذاکرات کوي. اوس د سولې د مذاکراتو یادونه کیږي، هغه چې ښکاره اهانت دی. د هغه څه په هکله چې مذاکرات کیږي، د ښځو له پاره سوله نه بلکې دوزخ دی. زه په دې نظر یم چې لویدیځه نړۍ باید بشپړ بل دریځ غوره کړي. تاسو ته بیلګې وړاندې کوم: څو لسیزي ترمخه موږ یعنې ټولو لویدیځو هیوادونو د نژاد پالنې له کبله د سویلي افریقا بائیکاټ وکړ. ځکه چې په دغه هیواد کې له سپین پوستو پرته انسانانو سره د حیواناتو او یا له هغې خراب چلن کیده. نو له دې کبله وویل شول چې تر هغه وخته بائیکاټ کوو چې وضعیت بدلون نه وي موندلی. همدا نړویوال بائیکاټ په ځانګړې توګه اقتصادي تحریم ډیر اغیزمن واقع شو. موږ ولې اوس هغه هیوادونه نه بائیکاټ کوو چې له ښځو سره د حیواناتو او آن تر هغې خراب چلن کوي؟


دویچه ویله: کله چې په افغانستان کې د تيرو ۱۷ کلونو وضعيت ته وکتل شي، چې بيا رغونې او پرمختګ يې د جنګ او تاوتريخوالي له امله د لويديځو هيوادونو له خوا ډېرې هلې ځلې او قربانۍ وغوښتې، او له دغه هيواد څخه ملاتړ وشو، نو يوازې د برياليتوبونو په هکله راپورونه ورکول کيږي. خو منفي تحولات او ناخوالې چې په تيره د ښځو او نجونو په برخه کې ګالل کيږي، په رسنيو کې ډېر نه ياديږي. ولې داسې ده؟  


شوارڅر: ‌زما له نظره په دې کې په دردوونکي ډول اقتصادي او جیوپولیتیکي ګټې نقش لري.‌له دغو هیوادونو سره تجارتي مسایل مطرح دي، او آن د جګړې ویجاړۍ هسې بیا رغول کیږي. اقتصادي او جیوپولتیکي اهدافو ته د رسیدو له پاره د ښځو، انتقاد کوونکو او روڼ آندو بنسټیز حقونه قرباني کیږي.

دویچه ویله: په آلمان کې هم اوس په ميليونو مسلمانې ښځې ژوند کوي، چې په زياتيدونکې کچه حجاب اغوندي يا پوړنی په سروي.

شوارڅر: د کورنيو چارو د وزارت له خوا يوې نظرپوښتنې ښودلې ده چې درې له څلورو هغو ښځو څخه چې مسلمان شاليد لري، هيڅکله هم پوړنی پر سر کړی نه دی. هره دويمه مسلمانه هم چې ځان «ډېره مذهبي» بولي، هيڅکله يې هم پوړنی پر سر کړی نه دی. ډېره ټکان ورکوونکې خبره ده چې ډېر روڼ آندي او په تيره بيا کيڼ پلوي کسان له غربي هيوادونو څخه دا د زغم يوه نخښه بولي چې ګويا له اسلامپالو سره ځان عيار کړي کوم چې په حقيقت کې ارتجاع غوښتونکي او حتی ښي اړخي کسان دي. زه په هغه اقليت پورې اړه لرم چې له لسيزو راهيسې په دغسې کسانو باندې انتقاد کوم. د دغو خلکو جواب څه شی دی؟ دغه حلقې ما ته د «توکم پالې» او «اسلام ضد» خطاب کوي. زما په نظر بيا برعکس تعصب دا دی چې په اسلامي هيوادونو کې له روښان فکره اکثريت څخه سترګې پټيږي او خلک نه ويني چې پوړني د مثال په ډول خپل معصوميت له لاسه ورکړی دی. په ډېرو هيوادونو لکه افغانستان او ايران کې هغه په اجباري ډول تحميل کيږي. له دغسې په زوره مجبوره شوو سره د پيوستون نخښه خو به دا وای چې زموږ په هيوادونو کې مسلمانانې پوړنی لرې کړي، د دې پر ځای چې په سر يې کړي.   

دویچه ویله: تاسو د «زما الجزايري فاميل» په نوم يو کتاب چاپ کړی. په دغه کتاب کې تاسو داسې يوه کورنۍ تشريح کوئ چې ځينې غړي يې مذهبي دي او نور يې مذهبي نه دي. ستاسو انګيزه څه وه چې په دغسې يو وخت کې مو دغه موضوع ځان ته غوره کړه؟

شوارڅر: ما غوښتل وښييم چې ټولې مسلمانې ښځې پوړنی نه پر سروي او دا چې ټول مسلمان نارينه تروريستان نه دي چې پر ښځو باندې ظلم کوي، بلکې دا چې هغوی زموږ ګاونډيان او زموږ په څير عادي انسانان دي. خو دا بايد وويل شي چې هغوی په تيره په الجزاير کې د اسلامپالو له خوا ګواښل کيږي. د مذهبي افراطيانو لومړني قربانيان موږ غربيان نه يو، بلکې خپله مسلمانان دي. ما غوښتل وښييم چې دغه هيواد يعنې الجزاير هم د افغانستان په څير د دودونو او پرمختګ تر منځ ښکيل دی. دواړه هيوادونه، الجزاير او افغانستان پلارواکې دوديزې ټولنې دي چې په دغه اور کې د اسلامپالو له خوا د خلکو د پارولو تيل هم اچول کيږي. دغه مجموعه ډېره وحشتناکه او چاودنې ته ورته ده. زما په نظر بايد زده کړو چې په دغسې هيوادونو کې بايد د روښنفکرانو او ديموکراتو کسانو ملاتړ وکړو.  

دویچه ویله: په الجزاير کې په نوي يمو کلونو کې تقريبا دوه سوه زره مړي وشول چې دغه هيواد ډېر سخت وختونه هم ليدلي دي. کله چې افغانستان او الجزاير سره مقايسه شي، نو الجزايريانو څنګه وکولای شول چې له دغه سخت حالت څخه راووځي؟ 

شوارڅر: الجزاير له ۱۳۰ کلونو استعماري حاکميت وروسته په ۱۹۶۲ کال کې په خپل مټ وکولای شول چې آزادي تر لاسه کړي. دا په دې معنی ده چې هغوی مبارزه واقعا زده کړې ده. دا د دې علت هم دی چې هغوی پر ټولو ستونزو سربيره هم، سره له دې چې له ديني افراطيت سره ډېرې ستونزې لري، خو ډېر ژر يې د په اصطلاح عربي پسرلي خطرات درک کړل. ځکه چې عربي پسرلی د ځينو آزادي غوښتونکو کسانو له خوا په ښه نيت پيل شو. خو هغوی پوخ شعور نه درلود او دا يې ونه ليدل چې د دې تر شا اسلاميستان ولاړ ول، کومو چې ټولې وسيلې او پوهه هم درلوده څو پکې لاسوهنه وکړي. په ټولو هغو هيوادونو کې، چې عربي پسرلي لړزولي دي، په اول سر اسلاميستان قدرت ته ورسيدل، يعنې په مصر، تونس او ليبيا کې. الجزايريانو دا هر څه درک کړل ځکه چې په سياست کې ډېره تجربه لري. له دې کبله يې ځانونه ورڅخه وساتل. خو هره دويمه جمله چې زما الجزايري ملګري یې راته وايي دا ده چې: «پوهيږې، اليس. موږ ښايي د سوريې په څير حالت هم ليدلی وای. خو موږ بختور وو.»

Alice Schwarzer  -40 Jahre Emma
اليس شوراڅر د «ايما» په نوم د يوې مجلې خپروونکې دهانځور: B. Flitner

دویچه ویله: په آلمان کې د ميليونو مسلمانانو په منځ کې داسې ډېر کسان هم شته چې د افراطي کيدو د بهير له کبله سخت ځورېدلي دي. په تيره ميندې چې ليدلي يې دي چې ماشومان يې د اسلامپالو له خوا څنګه افراطي کړل شوي دي. آيا سياستوالو په دې برخه کې کافي مرسته کړې ده؟
شوارڅر: نه. سياستوالو دغه خلک ځان ته پرې ايښي دي. لومړی اشتباه يې دا وه چې نوي راغلي کسان يې «پردي» بللي دي. له دې کبله يې دوه بيل معيارونه عملي کړي دي، يعنې د پردو عنعناتو او بيل مذهب په نامه. دا د زغم څخه غلط تعبير دی. بشري حقونه، د قانون حاکميت او د ښځو او نارينه وو تر منځ برابري د هر چا له پاره ده، پرته له دې چې کوم کلتوري يا ديني پس منظر ولري. موږ د نوي يمو کلونو د پيل راهيسې په ټولو غربي هيوادونو کې د آلمان په شمول وينو چې اسلامپال فعاليتونه کيږي. تمويل يې د سعودي عربستان، ترکيې او ايران له خوا کيږي. هغوی خپل ملا امامان راليږي او خپل له کرکې ډک تبليغ کوونکي واعظين هم رااستوي. دغه راز اسلامپاله کسان اوس ځايي ټولنو ته وردننه شوي دي. هغوی په خپلو تبليغاتو سره نارينه ځان ته جذب کړي دي. دغو تبليغاتو ته موږ آلمانان هيڅ جواب نه لرو. موږ نه يو ورغلي څو ورته ووايو چې «ته خو هم په داسې دموکراسۍ کې ژوند کوې چې درته ښه چانسونه درکوي، ته هم زده کړه کولای شې. ته بايد د آلمان يوه برخه جوړه شې، ته بايد آلماني ژبه زده کړې، ته کولای شې کار وکړې او يو مسلک زده کړې.» موږ د هغوی لوڼو ته نه دي ويلي: «تاسو هم هغسې آزادي درلودلی شئ لکه آلمانۍ ملګرې مو چې يې لري، موږ به يې غم وخورو او درسره مرسته به وکړو. کله چې مخه مو نيول کيږي، موږ ستاسو حفاظت کوو.» دا هر څه مو نه دي کړي. اوس موږ دلته يوازې موازي ټولنې نه لرو، بلکې لکه څنګه چې يوه آلماني ترکي همدا اوس په «ايما» مجله کې ليکلي دي، موږ سره متضادې ټولنې لرو. په دغو ټولنو کې نور دودونه او نور قوانين حاکم دي. هغوی له دې لارې په موږ باندې حمله کوي.
دویچه ویله: ميرمن شوارڅر، لکه څنګه چې پوهيږئ زه خپله له افغانستان څخه راغلې يم او اوس له څه باندې ۳۵ کلونو راهيسې دلته ژوند کوم. ما په خپل ماشوماتوب او پيغلتوب کې افغانستان په بل ډول هم ليدلی دی. په هغه وخت کې د ښځو د حقونو په هکله ډېرې خبرې نه کيدې، خو ښځو حد اقل په لويو ښارونو کې کولای شوای چې مکتب ته ولاړې شي او طبعا لوړې زده کړې هم وکړي. پوړنی اجباري نه وو، ډولي او رنګين کالي آن تر ميني ژوپ يعنې لنډې لمنې پورې هم کومه استثنا نه وه. زما د نسل ميرمنو ډېر پياوړی شعور او ډاډ رامنځ ته کړی او درلودلی دی. خو په کابو څلويښت کاله جنګونو کې ښځو ډېر څه د خپلو حقونو په شمول بايللي او له لاسه ورکړي دي. د ښځو د نړيوالې ورځې په درشل کې درڅخه پوښتنه کوم چې په افغانستان کې ښځې څه کولای شي څو برياليتوبونه لاس ته وروړي؟ تاسو د يو ځلاند مثال په توګه هغوی ته کوم الهام وربخښلی شئ؟

شوارڅر: زما د خوا يوه لويه ادعا به وای که ووايم چې ښځې دې په افغانستان کې څه وکړي او دا چې هغوی څه کولای شي. ما هم د ښځو د حقونو له پاره خپله مبارزه په داسې وخت کې پيل کړه چې ډېرو به له دې کبله نه ستايلې. تر نن ورځې پورې زه ډېر مخالفين او ځينې مخالفينې هم لرم. خو دغسې کسان ادعا نه کوي چې هغه څه چې اليس شوارڅر يې وايي غلط دي. هغوی دليل نه وايي، بلکې فقط ښکنځل کوي. زه خپله يعنې مخالفتونه ښه پيژنم، خو خپل ژوند ته د ګواښ حالت بيا نه پيژنم، د دې د پاره چې يوازې برابر او ورته حقونه غواړم. ستاسو په هيوادونو کې تشدد يو ډېر عام مشکل دی. ډېر تاوتريخوالی موجود دی. موږ په لويديځ کې اصلا د دې مسئوليت لرو چې يو څه وکړو. زه خپله هم هغه څه کوم چې امکان لري. زه ژورناليسته يم او يوه ورځپاڼه چلوم. موږ موجود او حاضر يو. هغه ښځې چې د اسلامپالو تر تسلط لاندې هيوادونو کې ژوند کوي، تل کولای شي راسره تماس ونيسي. موږ د هغوی د وضعيت په هکله راپور ورکوو او هڅه کوو چې مرسته وسره وکړو.غير له دې يوازې دا ويلی شم چې هيله مې دا ده چې افغانانې خپل ژوند ته هيلمنتوب له لاسه ورنه کړي. دغه زما آرزو ده چې ورباندې خوشحاليږم.


مرکه کوونکې: ناديه فضل