1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ارام سمندر ته د توغنديو دفاعي سيستم ليږي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د شمالي کوريا کړکېچ دوام لري. له هغه وروسته چي شمالي کوريا پر امريکا متحده ايالاتو باندي د اتومي يرغل رسمي خبر ورکړ، متحده ايالات غواړي په آرام سمندر کي د گوام جزيرې ته د توغنديو يو دفاعي سيستم ولېږي.

https://p.dw.com/p/189Hu
The Pentagon again postponed a key test of its troubled "THAAD'''' anti-missile defense rocket, seen this file photo, due to a commercial power failure, the Defense Department said. (photo by Lockheed Martin)
Symbolbild - US Raketenabwehrsystemانځور: Getty Images

په واشنگټن کي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي، چي غواړي په راتلونکې اوونۍ کي د توغنديو يو دفاعي سيستم په گوام جزيره کي ځای پرځای کړي.

د THAAD دفاعي سيستم چي کولای سي په ډيره لوړه ارتفاع کي توغندی خنثی کړي د شمالي کوريا د تهديدونو پر وړاندي «احتیاطي اقدام» دئ.

د توغنديو دغه سیار دفاعي سيستم پر يو لارۍ موټر باندي نصب سوی دئ. په واشنگټن کي د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل: «متحده ايالات د شمالي کوريا د پارونکو خبرو پر وړاندي بيداره ده او دې ته اماده ده، چي د خپلو متحدينو له سيمي او زموږ د ملي دلچسپيو دفاع وکړي.»

تر دې دمخه متحده ايالاتو د آرام سمندر لوېديځ ته دوې جنگي جيټ الوتکي چي رادار ئې نسي کشفولای لېږلي وې.

د امريکا د دفاع وزير چاگ هېگل ويلي دي، چي د شمالي کوريا وروستي اقدامات يو «واقعي او روښانه خطر دئ» هغه د شمالي کوريا له خوا په آرام سمندر کي د امريکا متحده ايالاتو د گوام يا هوايی د پوځي اډو تهديد ته اشاره وکړه.

هېگل د واشنگټن په يوه پوځي پوهنتون کي تر وينا وروسته وويل: «هغوی اوس اتومي توان لري، هغوی اوس د توغنديو توغولو توان لري.»

د چهارشنبې په ورځ د جنوبي کوریا چارواکو وویل چې شمالي کوریا د کیاسونگ صنعي پارک ته د جنوبي کوریا کارکوونکي نه دي پرایښي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې که څه هم د جنوبي کوریا کارکوونکي له دې ځایه څخه د وتلو اجازه لري، خو نوي کارکونکي دغه صنعی پارک ته نه شي ننوتلای.

په همدې حال کې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر ویلي دي چې که شمالي کوریا له دې صنعتي پارک څخه د جنوبي کوریا د کارکوونکو د وتلو اجازه ورنه کړي او هغوی برمته کړي، نو دغه هیواد به د خپلو وگړو د ساتلو له پاره په پوځي اقداماتو لاس پوري کړي.

خو د پنجشنبې په ورځ شمالی کوريا بيا هم د کياسونگ صنعتي پارک ته د جنوبي کوريا د کارکوونکوي د ورتگ مخه نيولې ده. دغه صنعتي پارک د جنوبي کوريا د سرحد په لس کيلومترۍ کي د شمالي کوريا په سيمه کي موقعت لري.

دغه صنعتي پارک په ۲۰۰۴ کال کي د دواړو هيوادونو د سرحدي همکاريو د پروژې په نوم تاسيس سو.

تر دې دمخه شمالي کوریا له خپل گاونډي هیواد جنوبي کوریا سره خپله یوازینۍ د رسمي اړیکو تلیفوني کرښه هم قطع کړې وه. د شمالي کوریا موضوع هغه وخت بیا شخړه ییزه شوه چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې دې هیواد خپله دریمه اتومي ازموینه ترسره کړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب