1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: پر افغان لويي جرگې اعتماد لرو

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دوشنبې په ورځ وويل، چي په افغانستان کي د رارواني لويي جرګې پر فيصلې اعتماد لري. متحده ايالاتو زياته کړې چي دغه هيواد باور لري چي لويه جرګه به د افغانستان او امريکا تر منځ نزدې اړيکي تاييد کړي.

https://p.dw.com/p/13AcY
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټنانځور: AP

چارواکي وايي چي امنيتي ځواکونو هغه کس چي غوښتل ئې په کابل کي د لويي جرګې خيمې ته نزدې خپل چاوديدونکي مواد وچوي مخکي له مخکي وژلی دئ.

د دغه کس تر وژل کيدو وروسته د هغه دوه نور ملګري هم د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول. تردې دمخه طالبانو ادعا کړې وه، چي د لويي جرګې د اخلال له پاره ئې يو پراخ پلان جوړ کړی دئ.

ټاکل سوې، چي لويه جرگه به سبا په کابل کي پيل سي. په دغي لويي جرګي کي به د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو تر منځ پر ستراتيژيک تړون خبري اتري وشي. په جرگه کي به شاوخوا ۲۰۰۰گډون وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند، مارک تونر، ويلي دي، چي افغانستان او امريکا سر نزدې ستراتيژيک ملګري دي. د هغه په وينا راروانه لويه جرګه به هم دغه خبره تاييد کړي.

«لويه جرګه يو افغاني فرهنګ دئ، چي موږ ورته ډير احترام لرو.»

تونر د لويي جرګې د امنيت په اړه څه و نه ويل. هغه دغه موضوع افغان دولت ته راجع کړه.

په رارواني لويه جرگه کي به د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ پر ستراتيژيک تړون خبري وسي. دغه تړون به د ۲۰۱۴کال وروسته د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ اړيکي تعريف کړي.

په ۲۰۱۴کال کي به د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي او ټول بهرني جنګي ځواکونه به له افغانستان څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل