1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي سناتورانو ځينو افغانانو ته د ويزو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

د امريکا په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي او ديموکراتان کوښښ کوي چې هيواد يې هغه افغانانو ته ویزې ورکړي چې په افغانستان کې يې له امريکايانو سره کار کړی دی او اوس د خپل کار له وجې له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3IZxB
Passdokument Afghanistan
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia

د امريکا متحده ايالاتو د کانگرس غړيو يوه لايحه وړاندې کړې ده چې پکښې ويل شوي دي چې په روان کال کې دي هغو افغانانو ته چې له امريکايانو سره یې کار کړی دی، ځانگړې ويزې (SIV) ورکړل شي او هغه ستونزې دې هم بررسي شي چې په ماضي کې افغانانو ته د ویزو ورکولو په برخه کې خنډ گرځېدلي.

که چيرې دا طرحه تصويب شي نو له مخې به یې د باقي پاته مالي کال له پاره یعني تر سپتمبر مياشتي پورې د ۴۰۰۰ ویزو د ورکړې زمينه برابره شي.

د روان کال د می مياشتي پر لومړۍ نيټه د امريکا د ملي راډيو (NPR) په يوه رپوټ کې ويل شوي چې د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې  د هغو افغانانو له پاره د مهاجرت ویزې ۶۰ سلنه کمې کړي دي چې د امريکايانو له پاره خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

په ۲۰۱۸م کال کې افغانانو ته ۱۶۵۰ ويزې ورکړل شوې وې چې دا شمير په ۲۰۱۷م کال کې تر ۴۰۰۰ زيات وو.

د ديموکراتانو سناتورې جين شاهين دغه لايحه د خپلو گوندي ملگرو جيک ريد، ريچارد بلومتال او تم کاينه او همدا راز د جمهوري غوښتونکو له استازو توم تيلز، روجر ويکر او کوري گاردرن سره په شريکه وړاندي کړې ده.

د دې طرحې پلويان وايي چې د امريکا حکومت اړ دی چې هغو افغانانو ته خونديتوب ورکړي چې له امريکايي عسکرو سره یې همکاري کړې ده، څو په سيمه کې ملاتړ راجلب کړي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال اوستن ميلر، سناتوري شاهين ته په يوه ليک کې له دغه طرحې څخه ملاتړ څرگند کړی دی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د بريا له پاره د SIV ځانگړو ويزو پروگرام اړین دی.

ميلر ليکلي: «که چيرې دا پروگرام په بشپړه توگه تمويل نه شي، نو زموږ اعتبار او هغه قربانۍ به له خاورو سره خاورې شي چې په زرونو افغانانو د امريکايانو او د هغوی د ائتلافي ملگرو له پاره ورکړي دي.»

شاهين تيرکال هم د جمهوري غوښتونکو له سناتور جان مک کين سره چې د سنا د پوځي خدماتو د کميټې مشر وو، د يوې ورته طرحې پلوې کړې وه. اوس یې ميرمن سندي مک کين د دې طرحې ملاتړ کوي.

د طرحې ملاتړ کوونکي وايي چې د بريا ښه چانس لري. په داسې حال کې چې ولسمشر ترمپ د مهاجرت د قوانينو د سختولو په هڅه کې دی.

B.S/N.Z (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: