1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ځواکونه د کونړ ولايت د پيچ او چپي درې څخه پر شا سول

۱۳۸۹ اسفند ۱۹, پنجشنبه

ځواکونو وروسته له هغه ددغه ځای څخه ووتل چي، د غازي آباد په ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کي تر ۵۰ ډير ولسي وګړي ووژل سول او په پيچ دره کي د هوايي بريد په ترڅ کي ۹ بې ګناه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/R7r7
په کونړ کښي د امريکايي ځواکونو اډه
په کونړ کښي د امريکايي ځواکونو اډهانځور: AP

د پيچ درې اوسيدونکو المان ږغ راډيو ته وويل چي دوی ډير خوښ دي چي د بهرنيانو پرځای خپل ملي پوليس او ملي ادرو هلته ځای پر ځای سوي.

د نوموړي درې اوسيدونکي محمد خان په سيمه کي المان ږغ راډيو ته وويل چي: « اوس زموږ له سيمي بهرني ځواکونو وتي دي شګر دی حکومت ښه فعال دی ملي ادرو فعال دی دلته هيڅ خبره نشته ، هغه طالبان چي هلته شتون لري موږ ورسره په خبرو اخته يو هيڅ ډول ستونزه موږ ته نشته.»

د همدغه سيمي د ننګلام اوسيدونکي لال پاچا وويل چي د بهرنيانو په وتلو سره ددوی د سيمي ټول خلک ډير زيات خوښ او خوشحاله دي.

خو په کونړ ولايت کي د سياسي چارو کار پوه محمد ادريس غروال بيا انديښنه لري چي افغان ملي اردو او پوليس به دومره ظرفيت ونه لري چي ددغه سيمو امنيت وساتي.

امريکايي ځواکونه په کونړ کي د عملياتو پر مهال
امريکايي ځواکونه په کونړ کي د عملياتو پر مهالانځور: AP

« که چيري بهرنيان يو دم خپلي قواوي له افغانستانه او په ځانګړي توګه اوس چي د کونړ له پيچ دري و ايستلې انديښنه داده چي دغه مرکزونه به چاته پاتي کيږي. ايا زموږ ملي اردو او ملي پوليس دومره پياوړي دي چي د جګړې او ستونزو مخه ډب کړي. زه فکر کوم چي بايد اول د امنيت غم وخوړل سي.»

په سيمه د پوليسو پو تن مسوول المان ږغ ته وويل چي، د قومي مشرانو او سپين ږيرو سره په خبرو اخته دي چي بايد په سيمه کي هيڅوک ورانګارو ته ځای ورنه کړي.

د کونړ ولايتي ادارې هم هلته د ملي اردو د يو ګنډک د ځای پرځای کيدو خبر ورکړی دی.

د کونړ دغه سيمه چي بهرنيو ځواکونو د مرګ د دري په نوم هم ياده کړې ده، د کونړ تر ټولو ناامنه سيمه ګڼل کيده او وخت ناوخت تري د بريدونو او چاودونو راپورونه ورکول کيده.

دا په داسي حال کي ده چي بهرنيو ځواکونو تردې وړاندي د نورستان يو شمير سيمي له وسله والو طالبانو سره له خونړيو نښتو وروسته افغان ملي اردو او ملي پوليسو ته پرايښي دي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل