1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کیدو هیله څرګنده کړې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

د واشنګټن او مسکو تر منځ بې باوري ژوره ده. خو روسیې ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په ترڅ کې دواړ لورو په اړیکو کې د ښه والي د راتلو په هکله خوشبینې څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3IWEn
Russland Präsident Putin trifft US-Außenminister Pompeo
انځور: Imago Images/ITAR-TASS/M. Metzel

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف سره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تر ملاقات وروسته مسکو او واشنګټن د خرابو اړیکو د ښه والي هیله څرګنده کړې ده.

پوتین چې پمپیو ته یې په سوچي ښار کې ښه راغلاست ووایه، د بیا نزدې کیدو د هڅو پیل د باور وړ بللی دی. هغه ویلي دي: «په همدا تیر نزدې وخت کې دا زما له پاره د خوشحالۍ خبره وه چې د امریکا له ولسمشر سره تلیفوني خبرې وکړم. ما دا برداشت لاره چې دا د دواړو لورو په ګټه ده چې د روسیې او امریکا اړیکې په بشپړه توګه بیرته ورغیږي.» هغه هیله څرګنده کړه چې دې ته شرایط برابر شي. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وg چې هغه د جون میاشتې په وروستیو کې په جاپان کې د جي-۲۰ په سرمشریزه کې له پوتین سره یو ملاقات پلانوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم د دواړو مشرانو ترمنځ خبرو اترو ته پرانیستی وو. هغه ویلي دي چې د روسیې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ بې باوري د دواړو هیوادونو امنیت ته خنډونه جوړوي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار کړی دی چې پر مختلفو دریځونو سربیره به له یو او بل سره خبرو اترو ته ادامه ورکړي.

د شمالي کوریا په هکله توافق

د امریکا متحده ایالاتو او روسيې تر منځ له کلونو راهیسې د بیلا بیلو نړیوالو شخړو پر سر اړیکي ترینګلي دي. خو له پوتین سره تر ملاقات وروسته پمپیو وویل چې له شمالي کوریا سره د هغوی د اتومي پروګرام پرسر د مذاکراتو په ترڅ کې دواړه لوري ګډ هدف تعقیبوي. هغه په عین وخت کې له شمالي کوریا سره د متحده ایالاتو د حکومت د مذاکراتو په مخکښ نقش باندې هم ټینګار وکړ.

Russland Sotschi | Treffen Mike Pompeo, Außenminister USA & Sergej Lawrow
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو (کیڼ لاس ته) له خپل روسي سیال سیرګي لاورورف سرهانځور: Getty Images/AFP/P. Golovkin

د سوریې کړکیچ ته په کتو سره مسکو او واشنګټن مصالحتي زیګنالونه ورکړي دي. د پمپیو د معلوماتو له مخې دواړه لوري سره توافق ته رسیدلي دي چې په دغه کورنۍ جګړه ځپلي هیواد کې د یوې سیاسي حل لارې موندلو له پاره هڅې پرمخ یوسي.

د هغه په خبره د بیلګې په توګه د داسې یوې کمیټې د جوړولو ملاتړ کوي چې د سوریې تر جګړې وروسته وخت له پاره د یوه اساسي قانون د مسودې جوړول تعقیب کړي. خو د دغه جرګه ګۍ د ترکیب په هکله به تل لانجې وې. خو اوس پمپیو ویلي دي چې هیله من دی چې لږ تر لږه د کمیټې د جوړولو په هکله لومړني ګامونه واخیستل شي.

د وینزویلا او ایران په هکله د نظر اختلاف

په وینزویلا کې د واک پر سر د مبارزې په هکله پمپیو وویل: «موږ هیله من یو چې د مادورو (د وینزویلا ولسمشر) له پاره د روسیې ملاتړ ختم شي.» د هغه په خبره اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د وینزویلا شخړه ایز ولسمشر نیکولاس مادورو له خپلې څوکۍ لاس پر سر شي او دباندې څخه د لاسوهنې پرته د عادلانه ټاکنو له پاره لار پرانیزي.

خو لاوروف بیا برعکس ټینګار وکړ چې له دغه کړکیچ څخه د راوتلو یوازینۍ لار به په دغه هیواد کې داخلي سیاسي ډیالوګ وي. د هغه په خبره د متحده ایالاتو له لوري مداخله له دیموکراتیک قانون سره هیڅ سروکار نه لري او بدلون د زورزیاتي په واسطه نه شي راتلای.

له لویدیځو هیوادونو سره د ایران اټومي تړون هم د دغو خبرو اترو موضوع وه. پمپیو ویلي دي چې امریکا متحده ایالات د ایران له اسلامي جمهوریت سره کومه جګړه نه غواړي. د هغه په خبره واشنګټن غواړي چې «ایران د یوه عادي هیواد په څیر چلن وکړي.» خو که چیري پر امریکايي ګټو برید وشي، نو متحده ایالات به له ځانه دفاع کوي.

روسیې پر دې باندې انتقاد کړی دی چې متحده ایالاتو له ایران سره اتومي تړون لغوه کړ. لکه څرنګه چې لاوروف پر دې باندې ټینګا وکړ مسکو غواړي چې دغه تړون د اروپایي اتحادیې او چین په ملاتړ وساتي. دلته دا خبره هم مطرح کیږي چې پر ایران باندې د بندیزونو د فشار مخه ونیول شي.

hk/jj (dpa, afp, rtr) sr/nz