1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا ته سمندري خواړه له شمالي کوریا څخه ورځي»

۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

امریکایان چې د ماښام په ډوډۍ کې له کومو سمندري خواړو څخه استفاده کوي، هغه په احتمالي توګه د شمالي کوریا د اقتصاد د پياوړی کیدو سبب کیږي. د پیونګیانګ حکومت د اټومي پروګرام د جاري ساتلو له پاره ډيرې پيسې مصرفوي.

https://p.dw.com/p/2lGwZ
Iran Anzali Seafood Festival
انځور: Mehr

د ایسوشیتد پرس خبري آژانس په یوه څیړنیز رپوټ کې ویل شوي دي چې د پيونګیانګ حکومت چې د اټومي وسلو په جوړولو اخته دی او د دې کار له پاره د خپل هیواد د عاید لویه برخه مصرفوي، احتمالاً امریکا ته د صادریدونکو سمندري خواړو له لارې سرمایه ترلاسه کوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ له شمالي کوریا څخه ترلاسه کیدونکي کبان او نور سمندري خواړه په ممکنه ډول هلته اجباري کار ته د زمینه سازۍ مترادف دی.

په داسې یو وخت کې چې شمالي کوریا د نړیوالو له خوا له سختو بندیزونو سره مخامخ ده او د دې هیواد نږدې ټول صادرات منع کړای شوي دي، دغه هیواد د نړۍ نورو برخو ته د خپلو کارګرانو په استولو سره په کال کې له دوو سوو څخه نیولی بیا تر پنځو سوو میلیونو پورې سرمایه ترلاسه کوي.

د اسوشیتد پرس په حواله دغه پيسې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د پرمخ بیولو په برخه کې کلیدي رول لوبولی شي. د پيونګ ینګ حکومت په دې برخه کې نږدې یو میلیارد ډالره مصرفوي.

د نوموړی خبري آژانس په حواله د شمالي کوریا د کارګرانو سربیره یو شمیر نور محصولات هم امریکا او نورو هیوادونو ته رسول کیږي. اسوشیتد پرس په کانادا، آلمان او د اروپایې اتحادیې په یو شمیر نورو هیوادونو کې د شمالي کوریا د کارګرانو په وسیله د جوړ شويو محصولاتو د موجودیت په هکله هم معلومات را ټول کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ امریکایې قانون جوړونکو د دغه څیړنیز رپوټ په ځواب کې وویل چې امریکا باید په هر صورت چې کیږي بازار ته د شمالي کوریا د محصولاتو د راتګ مخه ونیسي او د چين حکومت باید د شمالي کوریا کارګرو ته په خپل هیواد کې ځای ور نه کړي.

د دیموکرات سناتور چک شوومر، په خبره د ترامپ اداره باید په دې برخه کې پر چين فشار زیات کړي، تر څو دغه هیواد له شمالي کوریا سره خپل تجارت بند کړي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځویز رپوټ: