1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د 11/9 کلیزه، د ګواښونو سربیره لمانځي

۱۳۹۰ شهریور ۱۹, شنبه

د امریکا متحده ایالات د 11/9 د بریدونو لسمه کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې د القاعدي لخوا یې د نویو بریدونو ګواښونه تر لاسه کړي دي. د امریکا استخباراتې شبکې اوس د آماده باش په حال کې دي ترڅو د احتمالي پیښو مخنیوی وکړي

https://p.dw.com/p/12WfA
په 11/9 کې له منڅه تللې ودانۍ
په 11/9 کې له منڅه تللې ودانۍانځور: AP

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، باراک اوباما، د شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې هیڅ کله هم د تروریزم په وړاندي جکړې کې متزلزل نه شي. هغه په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د 11/9 د بریدونو لس کاله پوره شول او امریکا اوس هم د نوؤ بریدونو ګواښونه ترلاسه کړي دي.

ولسمشر اوباما دغه څرګندونې په خپلې راډیویې او انترنتې بیانې کې کړي دي. هغه ویلې چې له امریکا څخه به ساتنه وکړي او راتلونکي نسل ته به یوه پیاوړي امریکا وسپاري.

که څه هم د امریکا استخباراتې ادارو داسې نه تصدیق شوي راپورونه تر لاسه کړې چې القاعده به 11/9 د لمانځنې د مراسمو پر مهال په امریکا کې بریدونو تر سره کړي، خو ولسمشر اوباما وایې چی تروریزم به هیڅ کله هم بریالی نه شي. هغه په خپلې بیانې کې وویل:

«اوس امریکا د پخوا په پرتله لا ډیره پیاوړې ده او القاعده د ماتیدو په لور روانه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې په حواله امریکایې استخباراتې ادارو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د خپل له یو خبرچي څخه په امریکا د تروریستې بریدونو د ترسره کیدو د پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

په راپور کې راغلې چې د متحده ایالاتو دوه عرب الصلو اتباعو افغانستان څخه د امریکا په لور یوه اونۍ وړاندې حرکت کړی ترڅو په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کړي.

راپورچې همداراز د یو دریم کس څخه هم خبرې کړي چې ښایی اروپا ته یې سفر کړی وي.

په همدې حال کې د امریکا د استخباراتې شبکي یوي پخوانۍ غړي ویلي دي چې د امریکا استخباراتي شبکې د دغه کواښ د تر لاسه کولو څخه وروسته په «آماده باش» حال کې دي.

په سپنې ماڼۍ کې چارواکو ویلي چې اوباما د دغه ګواښ د ترلاسه کولو وروسته د امریکا استخباراتې سازمانونو ته امر کړی چې لازم اقدامات ترسره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم