1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: کابل کې مو د القاعده رهبر وژلی دی

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

القاعده ته درنه ضربه: د سپتمبر ۱۱مې حملو متفکر مغز او د بن لادن ځای ناستی، ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. جو بایدن وويل چې افغانستان به نور د تروریستانو له پاره امن ځای نه وي.

https://p.dw.com/p/4EzsD
Al-Kaida-Chef Aiman al-Sawahiri
ايمن الظواهريانځور: dpa/picture alliance

 د سپتمبر ۱۱ مې عملیاتو اصلي طراح او د اسامه بن لادن ځای ناستی په کابل کې د هغه په پټنځای کې د امریکايي ځواکونو په يو هدفمند برید کې وژل شوي دی. جو بایدن د دغه خبر په اعلانولو سره وویل: «اوس عدالت اجرا شوی او هغه تروریست نور شتون نه لري.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، د الظواهري مرګ داسې يو دلیل وباله چې حتی د افغانستان په خاوره کې د زرونو عسکرو له موجودیت پرته هم کیدای شي له امریکا متحده ایالاتو څخه د تروریستانو په مقابل کې محافظت وشي. هغه دغه ضربه نورو تروریستي عواملو ته یو پیغام وباله او وې ويل: «مهمه نده ده چې څومره وخت نیسي او چیرته پټ شئ. که زموږ خلکو له پاره ګواښ وي، تاسو پيدا او له منځه مو وړو.»

بایدن چې په کرونا باندې د اخته کېدو په دليل په قرنطين کې دی، دغه خبرې ېې د سپېنې ماڼۍ په بالکين کې وکړې.

امریکايي چارواکو ويلي دي چې د الظواهري د وژلو طرحه له مياشتو راهیسې د اقدام په لاس کې وه. واشنګټن همدارنګه ويلي دي چې طالبانو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر له حضور څخه آګاهي درولوده.

خو طالبانو پر واشنګټن تور لګولی چې د هستوګنې ېوه سيمه ېې ويشتلې ده. د طالبانو وياند، ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې د هستوګنې پر دغه کور حمله، د نړیوالو اصولو او له افغانستان څخه د امريکايي قواو د وتلو د تړون تر پښو لاندې کول دي. امريکايي چارواکو ټينګار کړی چې په دغو عملياتو کې، هيڅ ملکي او یا الظواهري ته له نژدې افرادو څخه بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

USA US-Präsident Joe Biden äußert sich zur Tötung des Al-Qaida-Führers Ayman al-Zawahiri
جو بایدن د الظواهري د وژل کیدو خبر په اعلانولو سره وویل: «اوس عدالت اجرا شوی او هغه تروریست نور شتون نه لري.»انځور: Jim Watson/REUTERS

د ځينو امريکايي رسنيو د رپوټونو مطابق، دغه عمليات د شنبې په ورځ د جولای ۳۰مه ترسره شوي دي. واشنګټن پُست ليکي، الظواهري د کابل په ديپلوماتيکه سيمه کې د عملیاتو هدف ګرځيدلی دی. نيويارک ټايمز هم ليکلي چې دغه کور د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزير، سراج الدين حقاني پورې تړاو درلود.

الظواهري د وروستي ځل له پاره د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر او په امریکا کې د سپتمبر ۱۱مې تروریستي حملو څخه دقيق شل کاله وروسته ليدل شوی وو. هغه په يو ويډيويي پيغام کې د القاعده شبکې له پلويانو غوښتي وو چې په منځني ختيځ کې د غربي هیوادونو او د هغوی متحدينو پر وړاندې مبارزه وکړي.

په وروستیو کلونو کې د الظواهري د مړينې او یا د هغه د روغتيايي وضعیت په اړه ناتائيد شوي رپوټونه خپاره شوي ول. له هغې ډلې څخه رسنيو په ۲۰۱۹م کال کې د امنيتي سرچينو په حواله، د هغه د زړه له ستونزې څخه خبر ورکړی وو.

د امریکا حکومت د الظواهري د ځای موندلو يا د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو په خاطر ۲۵ ميليونه ډالر انعام ټاکلی وو. د هغه په اړه داسې ګمانونه کیدل چې په وروستيو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمو کې پټ شوی وو.

ايمن الظواهري ډاکټر وو او ۷۱ کاله عمر ېې درلود. هغه چې په مصر کې زيږيدلی وو، په دغه هیواد کې د جهادي ډلو په جوړښت کې ېې رول درلود. اسامه بن لادن سره تر معرفت وروسته، هغه د القاعده شبکې په بنسټ کيښودو کې د بن لادن شريک شو.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.