1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا د امنیتي تړون له پاره انتظار باسي»

رویټرز/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د دوه اړخیز امنیتي تړون له پاره تر هغه پورې انتظار کوي چې حامد کرزی د ولسشمرۍ له ریاست څخه رخصت شي.

https://p.dw.com/p/1B6aG
انځور: Getty Images

امریکایی ورځپاڼي والستریت ژورنال د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د فبروري ۱۰مه) رپوټ ورکړ چې واشنګتن نور له ولسمشر حامد کرزي څخه نا هیلي شوی دی او نور له هغه څخه دا انتظار نه کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ پلان شوی امنیتي تړون دې لاس لیک کړي.

نوموړې ورځپاڼې د یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکې له قوله ویلي دي: «که چیرې هغه (کرزی) د لانجې د حل یو اړخ نور ونه ګڼل شي، نو باید موږ انتظار وباسو چې هغه له ریاست څخه ګوښه شي.» دغه امریکایي چارواکي چې هویت یې د والستریت ژورنال له خوا افشا شوی نه دی زیاتوي: «دا یو معقول واقعیت دی چې نور کرزی نه غواړي دغه تړون لاسلیک کړي او ښکاره ده چې هغه د افغانستان د خلکو له غوښتنې څخه استازیتوب نه کوي.»

نوموړې ورځپاڼې له سپینې ماڼۍ څخه د تړون په هکله پوښتنه کړې چې دغه موضوع یې «کوم ځای ته رسیدلې ده»، په ځواب کې دومره واوریدل چې «د قضیې په هکله لا تر مخه په ورکړای شوو تبصرو کې کوم بدلون نه دی راغلی.»

متحده ایالات غواړي چې د روان پوځي مامویت د پای ته رسیدو څخه وروسته په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړې او د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو له پاره څه د پاسه لس زره سرتیري پریږدي.

خو کرزي لا تر اوسه پورې له دې څخه ډه ډه کړې ده چې دوه اړخیز امینتي تړون لاسلیک کړي، کوم چې د نوموړو امریکایي سرتیرو د پاتې کیدو له پاره لاره هواروي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو په صورت کې به خپل ټول سرتیري د روان میلادي کال په پای کې له افغانستان څخه وباسي. افغان ولسمشر کرزی دغه ډول یادونې تش ګواښونه ګڼي او ویلي یې دي چې داسې یو تړون کیدای شي چې د اپریل په میاشت کې د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه وروسته لاسلیک شي.

د ناټو عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن، د فبروري په سر کې وویل چې کرزی دغه تړون نه لاس لیکوي او ښایي هغه خپل «خلف» ته پریږدي چې په دې هکله تصمیم ونیسي.

والستریت ژرونال د خپل رپوټ په دوام کې وایي چې پېنتاگون د جنوري په میاشت کې خپل پلان سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړ، چی وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه څه شمیر امریکایي سرتیرو ته اړتیا ده. د دغه پلان له مخې د موافقی په صورت کې ښایي تر لس زرو پوري سرتیري په یو شمیر محدودو، امریکایي اډو کې پاتې شي.

نوموړې ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له خولې ویلي دي چې د پلان له مخې دغه شمیر امریکایي سرتیرې به د ۲۰۱۷ کال تر پیل پورې، کله چې د ولسمشر بارک اوباما د ریاست دوره پای ته رسیږي په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي، یوازې د متحده ایالاتو په سفارت کې به ځینی پوځي منسوبین پاتې شي.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یو لوړ پوړي قوماندان جنرال مارتین دیمپسي، په تیر دسمبر کې خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو پوځ کولای شي چې څو میاشتی انتظار وباسي چې آیا امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي او که ووځي خو د امنیتي تړون په لاسلیک کولو کې ځنډ د افغانستان د امنیتي ځواکونو اعتبار او د ناټو د پلانونو اعتبار ته تاوان رسوي.