1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکا د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو پلان ارزوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

نیویارک ټایمز ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې سپینه ماڼۍ اوس د داسې پوځي پلانونو د ارزولو په حال کې ده چې له مخې یې امریکا منځني ختیځ ته تر ۱۲۰ زرو امریکایي سرتیري استولی شي.

https://p.dw.com/p/3ISBT
USS Makin Island | Rückzug von US-Truppen aus Syrien angekündigt
انځور: imago/ZUMA Press/D. Morgan

د دې پلان له مخې امریکا متحده ایالات په هغه صورت کې منځني ختیځ ته تر ۱۲۰ زرو پورې امریکایي ځواکونه استولی شي، چې که ایران پر امریکایي ځواکونو برید وکړي او یا هم پر اتومي وسلو باندې کار ګړندی کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې د داسې سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی خپور شوی، لیکلي دي چې د امریکا سرپرست د دفاع وزیر پیتریک شاناهان، د پنجشنبې په ورځ دغه پلان یوې غونډې ته وړاندې کړ. په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاور جان بالتون او نور امنیتي مشاورین موجود ول.

د نیویارک ټایمز په حواله د دې پلان له مخې ایران د امریکایي ځواکونو له خوا نه اشغالیږي، ځکه د دې کار له پاره ډیرو ځواکونو ته اړتیا شته. خو په پلان کې په پام کې نیول شوي ځواکونه په هغه اندازه دي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش، د عراق د نیولو له پاره دې هیواد ته استولي ول.

دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.

د دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیاوې تر هغه وروسته پیل شوې چې تیرکال ولسمشر دونالد ترمپ، له ایران سره د شپږو ځواکمنو هیوادونو له اتومي تړون څخه ووت. ایران بیا تیره اوونۍ اعلان وکړي چې دغه تړون ته خپلې ژمنې یو څه کموي.

تر دې څو ورځې وروسته امریکا متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو د پياوړو کولو اعلان وکړ چې په خبره یې د تهران له خوا یو «د اعتبار وړ ګواښ» مخه ونیسي. دواړو اړخونو له هغې مودې راهیسې له خپل موقف څخه له پر شا کیدو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ چې «که څه وشي نو ایران به په دې ستونزه کې ګیر شي». هغه زیاته کړه: «که هغوی [ایرانیان] څه وکړي نو ډیر زیات به وکړیږي.»

(M.J/N.Z(dpa,Reuters