1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د غزې په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک وتو کړ

۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبه

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اسرائیل او فلسطين د شخړې په هکله د کویت له خوا وړاندیز شوی پریکړه لیک وېتو کړ. په دې پریکړه لیک کې په غزه کې د وژونکو زور زیاتیو په اړه د مستقلو تحقیقاتو غوښتنه شوې وه.

https://p.dw.com/p/2ypsq
UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/Photoshot/Li Muzi

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون میاشتې لومړۍ نېټه) د کویت له خوا د وړاندیز شوي پریکړه لیک په هکله رای ګیري وشوه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي لري. په دې رای ګیرۍ کې د امنیت د شورا له لسو دایمي غړو څخه چين، فرانسې او روسیې بیا دغه وړاندیز شوي پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.

څلورو هیوادونو بریتانیا، اېتوپیا، هالنډ او پولنډ ممتنع رایې ورکړې او امریکا متحده ایالاتو له دغه پریکړه لیک سره مخالفت وکړ او د دغه هیواد د ویتو په نتیجه کې وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب نه شو.

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا سفيرۍ نیکې هیلې د پریکړه لیک تر ویتو کولو مخکې وویل چې د دې پریکړه لیک په مسوده کې په غزه کې د وروستیو تاوتریخوالو په باب د حماس نوم نه دی اخیستل شوی او دغه پریکړه لیک یو جانبه او په اخلاقي لحاظ نیمګړی دی.

د میرمن هیلي په خبره دغه پریکړه لیک د اسرائیل او فلسطين تر منځ د روغۍ جوړې او سولې اوسنۍ هڅې کمزورې کوي. هیلې زیاته کړه چې په دې پریکړه لیک کې د اسرائیل د ملکي خلکو او پوځ پر وړاندې د «حماس افراطي اسلامیستي ډلې له تیري کونکو بریدونو» څخه یادونه نه ده شوې او له اسرائیلو څخه غوښتل شوي دي چې له خپلو دفاعي اقداماتو څخه لاس په سر شي.

د کویت له خوا د دغه وړاندیز شوي پریکړه لیک په مسوده کې د اسرائیل او فلسطين تر منځ د تاوتریخوالي زیاتیدو ته د اشارې تر څنګ، غوښتنه شوې ده چې د غزې په تړانګه کې د وژل شویو او ټپیانو په هکله دې خپلواک او مستقلې څیړنې ترسره شي.

د امنیت په شورای کې د امریکا انزوا

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غونډې په دوام کې امریکا متحده ایالاتو هم له خپل اړه د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه. د امریکا په وړاندیز شوې پریکړه لیک کې د غزې په تړانګه کې د وروستیو رامنځته شویو شخړو ټوله پړه د حماس پر ډلې ور اچول شوې وه.

د امریکا متحده ایالاتو له خوا  د پریکړه لیک دغه وړاندیز شوې مسوده هم له یوازې یوې مثبتې رایې سره چې هغه یې هم خپله رایه وه، د روسیې، بولویا او کویت له دریو مخالفو او ۱۱ ممتنع رایو سره تصویب ته ونه رسید.

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د غزې په اړه د پریکړه لیک د تصویبیدو د هڅو د بې نتیجې پاتې کیدو سره، دغزې په تړانګه او د اردن ردو په غاړه کې د زورزیاتیو د کمولو هڅې هم عملاً بی نتیجې پاتی شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اونیو کې د اسرائیل او فلسطين تر منځ سرحدي شخړو زور اخیستی دی. په دغو نا کراریو کې چې د مارچ میاشتې له ۳۰ نیټې راهیسې پيل شوي دي لږ تر لږه ۱۲۱ تنه فلسطينیان وژل شوي او په زرګونو نور بیا ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډیر تلفات د می میاشتي په ۱۴ نیټه د هغو پراخو مظاهرو پر مهال رامنځته شوي ول، په کومه ورځ چې امریکا متحده ایالاتو خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ. په دې ورځ لږ تر لږه ۶۱ فلسطينیان د اسرائیلي ځواکونو له خوا ووژل شول.

اسرائیل دغه بریدونه له خپل سرحد څخه دفاع بولي او پر حماس ډلې تور لګوي چې فلسطينیان هڅوي چې د اسرائیل پر سرحد برید وکړي. په دې وروستیو کې د اعتراضي مظاهرو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر فلسطينیانو ډزې کول په پراخه پيمانه له نړیولو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: