1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: شمالي کوریا له مایک پنس سره له ملاقاته ډډه کړې

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

په سویلي کوریا کې د المپیک د ژمي سیالیو په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالاتو د مرستیال ولسمشر مایک پنس او د شمالي کوریا د پلاوی تر منځ ملاقات نه دی شوی. ویل شوي دي چې شمالي کوریا له یوه ملاقات څخه پر شا شوي دي.

https://p.dw.com/p/2t3Bz
Pyeongchang 2018 Olympische Winterspiele | Eröffnungsfeier Mike Pence
انځور: Getty Images/P. Semansky

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه هیواد د مرستیال ولسمشر مایک پنس او د شمالي کوریا د پلاوي تر منځ ملاقات په وروستۍ شیبه کې د شمالي کوریا له لوري لغو شوی دی. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندي هیتر ناورت په واشنګټن کې وویل چې په پیونګ چانګ کې د المپیک د ژمنيو سیالیو په ترڅ کې مایک پنس ته د شمالي کوریا له پلاوي سره د ملاقات کولو امکان برابر شوی وو.

زیاته شوې ده چې پنس دې ته چمتو وو، خو په «وروستۍ دقیقه» کې د شمالي کوریا استازو پریکړه وکړه چې په پیونګ چانګ کې دغه ملاقات تر سره نه شي. ویاندې ویلي دي چې د ترمپ مرستیال د دې له پاره سویلي کوریا ته تللی وو چې امریکا خپل متحد سویلي کوریا ته خپله ژمنتیا وښيي او د المپیک په سیالیو کې له امریکایي لوبغاړو خپل ملاتړ څرګند کړي. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې مایک پنس به د شمالي کوریا له پلاوي سره په دغه ملاقات کې له دې فرصت څخه ګټه اخیستی وای څو «پر دې اړتیا باندې ټینګار وکړي چې شمالي کوریا له خپلو غیر قانوني توغندیو او اتومي پروګرام څخه لاس واخلي.»

د «واشنکټن پوسټ» د یوه رپوټ له مخې د مایک پنس د اداري چارو رئیس نک آیرز، ویلي دي چې شمالي کوریا له دغه ملاقات څخه په دې هیله د یوې پلمې په توګه کار اخیستل غوښتل چې مرستیال ولسمشر مایک پنس په خپل دریځ کې نرمښت راولي. د هغه په خبره دا کار به د نوموړي کمونيستي هیواد له پاره یو بریالی پروپاګند وای. خو د هغه په خبره پنس پر خپل سخت دریځ ټینګ ولاړ دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له کیم یو جونګ سره ملاقات چې د خپل ورور (د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون) نزدې سلاکاره ګڼل کیږي د المپیک سیالیو تر پرانیستغونډي یوه ورځ وروسته د سویلي کوریا په پلازمینه سویل کې باید تر سره شوی وای.

د وضعیت ترینګلي کیدل

تیرکال د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پرسر کړکیچ لا پسې زور واخیست. په دې سره د شمالي کوریا او امريکا متحدو ایالاتو تر منځ وضعیت لا پسې ترینګلی شو. د شمالي کوریا مشرتابه په تکراري ډول د توغندیو او اتومي ازموینې په تر سره کولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پریکړه لیکونو سرغړونه وکړه. دا کار د دې سبب شو چې امنیت شورا په خپلو څو غونډو کې پر دغه هیواد بندیزونه ولګوي.

د المپیک په ژمنیو سیالیو کې د شمالي کوریا پلاوي ګډون ته د ترینګلتیا په راکمولو کې د یوه مهم زیګنال په سترګه کتل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: