1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي د ایران د نفتو صادرات صفر کړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې هیڅ کوم حکومت به نور د ایران پر وړاندې د امریکا د تیلو له بندیزونو معاف نه شي. سپينې ماڼې ویلي دي چې د دې ګام موخه د «ایران د تیلو صادرات صفر کول دي.»

https://p.dw.com/p/3HH7z
Iran Ölraffinerie
انځور: picture alliance/AP Photo/Vahid Salemi

امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه هیوادونه چې د ایران پر وړاندې د امريکا د تیلو له بندیزونو څخه استثنا ول، نور به دغه موده نه غځوي. اته هیوادونه هندوستان، چین، ترکیه، یونان، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا او تایوان د ایران پر وړاندې د امریکا له بندیزونو څخه د شپږو میاشتو له پاره استثنا ول. دغه موده د می میاشتې په اوایلو کې پای ته رسیږي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د دې تصمیم هدف د ایران د تیلو صادرات صفر ته رسول دي، څو دغه رژیم د عاید خپله اصلي منبع له لاسه ورکړي.»

اعلامیه زیاتوي چې د ترمپ اداره او متحدین يې مصمم دي چې د ایران پر ضد لوړ اقتصادي کمپاین ته ادامه ورکړي، څو د «رژیم بې ثباته کوونکو فعالیتونو ته د پای ټکی کښیږدي چې د امريکا، زموږ د شریکانو او متحدینو او په منځني ختیځ کې امنیت ګواښي.»

که څه هم هند د امریکا له دې نظر سره موافق نه دی چې ایران یو ګواښ دی، خو بیا هم دواړه هیوادونه [امریکا متحده ایالات او هند] ښې اړیکي لري. خو ښایي د امريکا دغه پریکړه له چین او ترکیې سره ترینګلتیا لا پسې ډیره کړي. یونان، ایټاليا، جاپان، سویلي کوریا او تایوان لا تر مخه له ایران څخه د نفتو رانیول کم کړي دي.

ترمپ تیرکال له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت او پر ایران یي بیا بندیزونه ولګول.

د تیلو د بیو لوړیدل

د متحده ایالاتو له لوري تر دغه اعلان وروسته د تیلو بیې لوړې شوي دي. د اومو نفتو بیې ۲،۴ سلنه لوړې شوې او په نیویارک کې د یوه بیلر بیه ۶۵،۵۷ ډالره ته رسیدلې چې تر مخه ۵۸،۲۳ ډالره وه.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې سعودي عربستان او متحده عربي آمارات به د تیلو په برخه کې دغه توپیر پوره کړي څو په نړیوال بازار کې بې ثباتي رامنځ ته نه شي. دغه دواړه هیوادونه د امريکا نزدې متحدین دي او د خپل سیمه ایز سیال ایران پر وړاندې د ترمپ د دریځ ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې سعودي عربستان به د تیلو له نورو صادرونکو هیوادونو سره په همغږۍ، مصرفونکو ته د تیلو مناسب لیږد یقیني کړي.

ایران دغه بندیزونه «غیر قانوني» یادوي

د امریکا متحده ایالاتو له لوري تر دغه اعلان وروسته، ایران ادعا کړې ده چې دغه بندیزونه «غیرقانوني» دي.

ترکیې هم ويلي دي چې له ایران څخه د نفتو د واردولو بندیز به و نه مني. د ترکیې دولتي خبري آژانس اناتولي د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له قوله لیکلي دي: «موږ یو اړخیز بندیزونه نه قبلوو او نه غواړو چې له ګاونډیو سره زموږ د اړیکو په هکله نور څوک موږ ته لارښوونه وکړي.»

چاوش اوغلو خبرداری ورکړی دی چې د متحده ایالاتو له لوري د دغه معافیت نه تمدیدول به «په سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته و نه کړي.»

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بینامین نتانیاهو بیا د متحده ایالاتو پریکړه ستایلي ده. نتانیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د ولسمشر ترمپ او د متحده ایالاتو د حکومت پریکړه د ایران پر تروریست رژیم باندې د فشار زیاتولو له پاره ډیر اهمیت لري.»

ایران د اسرائیل پخوانی دښمن دی او نتانیاهو د تهران پر وړاندې د ترمپ د حکومت د سخت دریځ بشپړ ملاتړ کوي.

(sr/nz) law/ng (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشیف څخه: