1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي ډیر لږ مهاجر ومني

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو مهاجرو ته د پناه د ورکړې په تړاو خپل هيواد «سخاوتمند» بللی دی. خو د ځنو له پاره دغه نوي شمیرې خواشینې کونکي دي. د اقامای دعوی د سلبولو حق د حکومتي آجنډا په سر کې ځای لري.

https://p.dw.com/p/353cX
USA Mike Pompeo Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

د امریکا متحده ایالاتو حکومت به په راتلونکي کال کې د پخوا په پرتله لږو مهاجرو ته دغه هیواد ته د ورتګ اجازه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو وویل چې د ۲۰۱۹ م مالي کال له پاره به د مهاجرو اعظمي حد تر ۳۰ زرو پورې پلان شي.

دا شمیر د روان ۲۰۱۸ مالي کال د پناه غوښتونکو له شمیر څخه ۱۵ زره کم دی. په روان کې کال کې امریکا ته د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره ۴۵ زره اعظمي حد ټاکل شوی وو. د امریکا مالي کال هر وارې په اکتوبر میاشت کې پیلیږي او د سپتمبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

پومپئو وویل چې امریکا د هغو هیوادونو له جملې څخه ده چې په سخاوتمندانه ډول مهاجر مني. په حقیقت کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې قدم په قدم له ټولې نړۍ څخه د پناه غوښتونکو د منلو شمیر کم کړی دی.

USA Proteste in New York City
د امریکا متحده ایالاتو په مختلفو ایالاتونو کې د دغه هیواد د مهاجرت ضد سیاست پر ضد احتجاجونه شويانځور: Imago/Pacific Press Agency/E. McGregor

تر ترمپ مخکې بارک اوباما په ۲۰۱۶ م کال کې د خپل جمهوري ریاست دورې په پای کې د ۲۰۱۷ م مالي کال له پاره هم د پناه غوښتونکو د منلو کلنۍ اندازه یا اعظمي حد  تر ۱۱۰ زرو پورې ساتلی وو.

ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل کار له پیلولو سره سم د مهاجرت د سیاست په برخه کې د پام وړ محدودیتونو وضع کړل چې د مخالفينو له سختو نيوکو سره مخامخ  شول او خپل پلویان یې په تعجب کې واچول.

هغه غواړي چې له مکسيکو سره پر پوله سرحدي دیوال جوړ کړي، خو د دیوال د جوړولو له پاره مالي امکانات نشته. د مکسیکو د پناه غوښتونکو په زرګونو کورنۍ د امریکایې چارواکو له خوا جلا کړای شول. مېندې او پلرونه له خپلو ماشومانو څخه ډیر لیري بندیان کړای شول.

په دغو عملیاتو کې نه یوازې د بشري حقونو ډیر شمیر فعالان مجازات شول، بلکې ډیر شمیر ایالاتونو په دې کې له برخه اخیستنې څخه انکار هم وکړ.