1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا وايي پر طالبانو به فشارونه زیات کړو

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

امریکا وايي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت به فشارونه ډېر کړي تر څو د ښځو او نجونو په اړه د وروستیو لګول شوو بندیزونو څخه پر شا شي.

https://p.dw.com/p/4B4aA
Afghanistan | Kabul Airport nach Explosion
انځور: REUTERS

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، نید پرایز، د دوشنبې په ورځ په یوه لنډه وینا کې وويل: «موږ دغه موضوع له طالبانو سره په مستقیمه توګه یاده کړې ده.» هغه زیاته کړه: «موږ ګڼ شمیر ابزار په اختیار کې لرو، که موږ احساس کړو چې هغه څه چې باید تر سره نه شي ورڅخه لاس نه اخیستل کیږي، په هغه صورت کې موږ تيار یو چې له هغه ابزارو سره مخ ته ولاړ شو.»

خو پرایز روښانه نه کړه چې د طالبانو پر وړاندې به د امریکا احتمالي اقدامات څه وي.

د طالبانو د امر باالمعرف و نهي عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ د ښځو د حجاب د نوعیت په اړه یو فرمان صادر کړ چې د طالبانو د حکومت له خوا تائيد شوی دی.

د طالبانو دغه فرمان چې په هغه کې يې ښځو ته په عامه ځایونو کې د چادري اغوستلو امر شوی، په هیواد او بهر کې انديښنې او غبرګونونو راپارولي دي.

طالبانو ويلي دي چې ښځې باید په عامه ځایونو کې سر تر پايه بشپړ حجاب واغوندي او مخ ېې پټ وي چې د دې له پاره ېې د برقع یا معمول آبي چادري تر ټولو غوره پوښښ بللی دی، هغه څه چې طالبانو ېې استفاده په لومړنۍ دوره کې هم پر ښځو اجبارې کړې وه.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې تر شل کاله جګړې وروسته بيا واک ته ورسیدل خو حکومت يې تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. په راتلونکې کې د هر ډول رسمیت پيژندنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه د طالبانو له ادارې څخه د نجونو پر مخ د ښونځیو خلاصول ده.

USA Ned Price Sprecher des Außenministeriums
نید پرایزانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

خو له دې سره سره اوس په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته اکثریت نجونې ښوونځيو ته تللی نه شي، په زرونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له نارینه محرم پرته د سفر کولو اجازه هم نه لري.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند وويل: «موږ [په دې تړاو] له خپلو متحدینو او شریکانو سره نژدې سلا مشورې درلودلي دي.» هغه زیاته کړه: «يو لړ اقدامات شته چې موږ به ادامه ورکړو تر څو طالبانو باندې فشار وارد کړو چې هغوی د خپلو ځینو تصمیمونو څخه پر شا او په خپلو کړو ژمنو په ښه توګه عمل وکړي.»

په افغانستان کې د ښځو د اجباري حجاب په اړه د اروپايي اتحاديې اندېښنه

رويټرزخبري آژانس لیکي، پر طالبانو باندې د واشنګټن له لورې د فشار واردولو یوه تر ټولو مهمه وسیله د امریکا په خاوره کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ ميليارډ ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمنۍ ده. د جو بایدن ادارې ويلي دي چې هڅه کوي د دغې شتمنۍ نیمايي برخه د افغانستان له خلکو سره د مرستې په خاطر آزاده کړي.

امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته له افغانستان سره خپلې پرمختيايي مرستې بندې کړي او د بانکدارۍ سیستم قطع کړی دی چې له کبله ېې افغانستان چې پر بهرنیو مرستو متکي دی له اقتصادي بحران سره مخ شوی دی.

د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویست، د حجاب پر موضوع د طالبانو د شنبې ورځې فرمان په هکله «ژوره اندېښنه» ښودلې ده. هغه پر ټويټر ليکلي دي چې د طالبانو «دغه فرمان د ښځو حقونه محدودوي.» په عین وخت کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازې، ليندا توماس-ګرینفیلد ویلي دي چې دا یو «د نه منلو حرکت» دی.

تیره ورځ د ناروې د بهرینو چارو وزارت هم د طالبانو د حجاب د اجباري کولو پر فرمان سخته نیوکه وکړه او ويې ويل چې دغه فرمان «په بشپړه توګه د نه منلو» دی.

په افغانستان کې اکثریت ښځې د مذهبي دلايلو پر اساس ټيګری پر سر کوي، خو د کابل په څير ښاري سیمو کې ټولې ښځې خپل مخونه نه پټوي.

ر/م.ک.ص./ن.ز.