1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي سرتیری د ملکیانو د وژنې په تور په عمر قید محکوم شو

۱۳۹۰ آبان ۲۰, جمعه

هغه امریکایي سرتیری چې په قندهار کې د بې وسلو افغانانو په وژلو، او د یادګار په توګه د هغوی د ګوتو په ساتلو تورن وو، په عمر قید محکوم شو. کلوین ګیبس په افغانستان کې د یوې ډلې چې ورته یې Kill Team ویل مشري کوله

https://p.dw.com/p/138rC
ګیبس په قندهار کې د ملکي کسانو په وژنه محکوم شو
ګیبس په قندهار کې د ملکي کسانو په وژنه محکوم شوانځور: AP

کلوین ګیبس ۲۶ کاله عمر لري او د تورونو د ثابتیدو وروسته په عمر قید محکوم شو. خو محکمي بیا فیصله وکړه چې هغه کیدای شي وروسته له اته نیمو کلونو څخه په مشرط ډول آزاد شي.

تر دې وړاندې د پنتاګون چارواکو ويلي وو چې دغې قضیې په نړۍ کې د متحده ایالاتو د پوځ انځور خراب کړی دی.

هغو انځورونو چې د ګیبس په قضیه کې د ثبوت په توګه وړاندې شوی ول ښودل کې ګیبس او ځینې نورو امریکایې سرتیرو، ځینې جسدونو سره چې په وینو هم ککړ ول په غیرې رسمي توګه انځورونه اخیستي ول.

د ګیبس وکیل د محکمي څخه وغوښتل چې د هغه په جزا کې کموالی راولي ځکه د هغه په وینا ګیبس اوس هغه پخوانی کس چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کولو نه دی. وکیل وویل چې ګیبس غواړې په راتلونکې کې د خپل زوی سره یوځای شي.

په ګیبس تور دی چې افغانستان کې د خپل د دندې پر مهال یې یو شمیر غیر مسلح افغانان وژلي دي. هغه د یوي ډلې مشرې کوله چې ورته یې د «وژونکې ډله یا Kill Team» ویل. د دې تر څنک پر هغه د یو بل امریکایې سرتیري د وهلو تور هم وو. دغه امریکایې سرتیري خبر ورکړی وو چې ګیبس د مخدره توکو څخه استفاده کوي او دا چې د پوځې قوانینو خلاف د مړو له لاسونو څخه د هغوې ګوتې پرې کوی او د یادګار په توګه یې د ځان سره ساتي.

ګیبس خپله جزا عادلانه نه بلي او وایي چې هغه ټول کارونه د ځان څخه د دفاع لپاره تر سره کړي دي.

د ګیبس په قضیه کې د هغه ملګرې، جیرمي مورلک، شاهدې ورکړي ده. مورلک هم د ګیبس په څیر په عینې جرمونو تورن شوی او د روان کال په مارچ میاشت کې په ۲۴ کلونو زندان محکوم شو.

د Kill Team پنځه سرتیرې د بې وسلو افغانانو په وژلو تورن شوي دي. خو د هغوې په ډله کې یوازې ګیبس او مورلک د یو کس څخه د ډیر شمیر افغانانو په وژنې تورن دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم