1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکایي جنرالان: د ترمپ ستراتیژي د سولې هیلې پیدا کړي

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

لوړپوړو امریکایي جنرالانو ویلي دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو هیلې راپیدا کیدل ښيي چې پر ملکي تلفاتو او تاوتریخوالي د دوام سربیره هم د افغانستان له پاره د امریکا ستراتیژي «کار ورکوي».

https://p.dw.com/p/31yhG
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: Reuters/R. Gul

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو وختونو کې له سوله ایزې لارې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو هیلې ډیري شوې دي.

په افغانستان کې د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت مشر جنرال جان نیکولسن، خبریالانو ته وویل: «د پخلايني هدف پر لور پرمختګ د ولسمشر ترمپ په ستراتیژۍ کې دومره شوی چې موږ یې بیلگه په تیرو ۱۷ کلونو کې نه وه لیدلې. او دا ډیره مهمه خبره ده.»

دغه پوځي چارواکي زیاته کړې ده چې د سولې پر لور پرمختګ د نورو معیارونو په پرتله ډیر ارزښت لري.

ملکي تلفات

تر هغه یو کال وروسته چې ولسمشر دونالد ترمپ افغانستان ته لا ډیر سرتیري واستول او په سیمه کې یې خپلو قوماندانانو ته لا ډیر صلاحیتونه ورکړل، لا هم په زرونو ملکیان د افغانستان د جګړې قرباني کیږي. په عین حال کې اوس هم د افغانستان حکومت د دې هیواد د خاورې یوازې دوه پر دریمه برخه تر خپل کنترول لاندې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو بل لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال جوزیف ویتال، چې افغانستان ته يې سفر کړی وو، د دې هیواد د وضعیت په اړه په احتیاط سره خوشبیني وښوده. د هغه په خبره د ترمپ ستراتیژي چې په ترڅ کې یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نیټه نه ده روښانه شوې، پر طالبانو باندې فشار اچولی او د سولې د ترلاسه کولو له پاره یې د ديپلوماتیک او ټولنیز فشار فضا رامنځ ته کړې.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، طالبانو ته وړاندیز کړی چې که د سولې خبرو ته کښېني، نو کابل به دغه ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپیژني او آن د اساسي قانون په اړه به بحث وکړي. امریکا متحدو ایالاتو هم د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی.

له بلې خوا کابل غواړي د کوچني اختر تر اوربند وروسته، په لوی اختر کې هم له طالبانو سره اوربند اعلان کړي. نیکولسن د دې وړاندیز هرکلی کړی دی، خو ویلي یې دي چې داسې اندیښنې هم موجودې دی چې یاغیان دې له دې اوربند څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي.

نیکولسن روښانه کړې ده چې په افغانستان کې اوس داعش هم په یوې جدي ګواښ بدل شوی. هغه زیاته کړه: «موږ د داعش [د حضور] له کبله ډیر اندیښمن یوو او له همدې کبله یې په ټول توان پر ضد جنګیږو. موږ په دې هم پوهیږو چې طالبان هم د داعش پر ضد جګړه کوي. موږ دغه څه تشویقوو ځکه داعش باید له منځه ولاړ شي.»

تمه کیږي چې د افغانستان له پاره د ترمپ ستراتیژي به وارزول شي چې د ویتال په خبره به تر اروزنې وروسته هم په دې ستراتیژي کې کوم بدلون را نه شي. هغه وویل: «زما په نظر هغه ستراتیژي چې د دې ځای له پاره په پام کې نیول شوې ده، کار ورکوي.»