1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلینا جولي: د سولې په خبرو کې باید افغان ښځې حضور ولري

۱۳۹۸ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د هالیوډ وتلې ستورې او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي انجیلینا جولي د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو پر کلیدي نقش ټینګار کړی دی. د هغې په خبره د ښځو له حضور پرته به پایداره سولې ته د رسیدو امکان له خنډونو سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/3GcBq
Angelina Jolie
انځور: Getty Images/Oli Scarff

د فرانسې خبرې آژانس د رپوټ له مخې د چهارشنبې په ورځ په ټایم، مجله کې په خپره شوې یوه مقاله کې انجلینا جولي لیکلي دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې باید د ښځینه مرکچیانو شمیر د «پام وړ» وي. جولي په دغه په مقاله کې وړاندې لیکلي دي: «افغان ښځې باید د دې جوګه وي چې د خپل ځان په هکله خبرې وکړي.»

د انجلینا جولي په دغه مقاله کې وړاندې راغلي دي چې دا د افغان دولت له لوري د هر هئیت د برخې په توګه د پام وړ ښځینه مرکچیانو د شاملولو او همداشان د مدني ټولنې د استازو د رسمي مشارکت د تضمین په معنا دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان جګړې ته د حل موندلو له پاره چې په ۲۰۰۱م کال کې پیل شوې ده، له طالبانو سره څو وارې غونډې تر سره کړي دي. په همدې موخه په جلا توګه افغان سیاستوالو هم په مسکو کې له طالبانو سره لیدلي ول.

خو تر اوسه په ترسره شوو خبرو اترو کې د ښځو د نه حضور موضوع له انتقادونو سره مخامخ شوې ده. پر دې سربیره د کابل د هئیت او طالبانو تر منځ احتمالي غونډه چې ښایي په همدې اپریل میاشت کې په قطر کې وشي، احتمالا د ۲۲ غړو په ډله کې یې یوازې دوې میرمنې دي.

انجلینا جولي په خپله دغه مقاله کې وړاندې لیکلي دي: «ښځې باید د هر ډول تړون د پرمختیا او عملي کیدو په ترڅ کې د مشرتابه نقش ولري او د هیواد د راتلونکي په ټولو برخو کې ورسره سلا مشورې وشي، نه یوازې د ښځو د موضوعاتو په اړه.» جولي زیاتوي چې امریکا متحده ایالات باید د ښځو د غږ د خوندیتوب له پاره له خپل نفوذه کار واخلي.

USA Angelina Jolie UNHCR Botschafterin
انځور: AFP/Getty Images/S. Hamed

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د خپلې واکمنۍ پر مهال ښوونځیو ته د نجونو په تګ بندیز وضع کړی وو او ښځې يې دې ته اړ کړې وې چې په کورونو کې پاتې شي.

نوموړی خبري آژانس زیاتوي چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته د هیواد په ډیره برخه کې د ښځو حقوقو پراختیا موندلې او ښځې آن په لوړو دولتي دندو کې کار کوي. خو اوس داسې اندیښنې شته چې په بیړه د سولې د یوه تړون په پایله کې ښایي په سختۍ تر لاسه شوي د ښځو حقوق له منځه ولاړ شي.

AP - SR - KH