1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه افغان مهاجر په اندونيزیا کې ځان ته اور اچولی دی

۱۴۰۰ آذر ۹, سه‌شنبه

یوه افغان مهاجر د سه شنبې په ورځ په اندونیزیا کې خپل ځان ته اور اچولی دی. د مهاجرو په چارو کې يوه ځايي همغږي کونکي ويلي دي چې دغه افغان په دریم هیواد کې د هستوګن کیدو د څو کلن انتظار په غبرګون کې ځان ته اور اچولی.

https://p.dw.com/p/43fZy
Konflikt in Afghanistan - Proteste in Indonesien
په اندونیزیا کې افغان مهاجر - د آرشیف انځورانځور: Afriadi Hikmal/NurPhoto/imago images

د فرانسې خبري آژانس په حواله، هغه د سختو ټپونو له کبله روغتون ته لیږدول شوی دی. د مهاجرو په چارو کې يوه ځايي همغږي کونکي محمد جمعه وويل چې دغه افغان د اندونيزيا د سوماترا ټاپو په ميدان ښار کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د دفتر مخې ته ځان ته اور واچاوه.

هغه وویل چې دغه ځای ته نور افغانان هم د لاریون په موخه راټول شوي وو چې ياد افغان هم په کې برخه اخیسته وه.

د جمعه په خبره د وروستیو کلونو په جریان کې لږ تر لږه ۱۴ افغان مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړې او شپږو نور بیا د ځان وژنې هڅه کړې ده. هغه د اندونيزيا له حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د دغو مهاجرو د ستونزو د حل له پاره دې خپلې هڅې ډيرې کړي.

په اندونيزیا کې په زرونو مهاجر چې له نيمايي ډير يې افغانان دي په یو دریم ځای کې د هستوګن کیدو له پاره په انتظار کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د اندونیزيا حکومت بیا هغوی له قانوني کار کولو څخه منع کړی دي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يوې وياندې، میترا سلیما سوریونا وويل چې دغه سازمان پيښه له نژدې کتلې ده. هغې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ پر دغې پيښې ډير انديښمن شوي يو. موږ به د ستونزو د حل په موخه له اړوندو خواو سره خپلو هڅو ته ادامه ورکړو.»