1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انقره د مهاجرو له پاره ۵ مليارده يورو غواړي

۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

داسي نخښي نښانې مخ په زياتېدو دي چي ګواکي ترکيه د پناه غوښتونکو له پاره زياتي مرستي غواړي. که نه نو انقره ګواښ کوي چي د اروپايي اتحاديې پر لور د مهاجرو بهير نه سي درول کېدلای.

https://p.dw.com/p/1HmAB
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د رسنيو د راپورونو له مخي ترکيه له اروپايي اتحاديې تر منل سوو ۳ ملياردو يورو څخه دوه مليارده زياتي مرستي غواړي. دا د دې له پاره چي ترکيه د ګاونډي هيواد سوريې څخه ورته د ورغلو پناه غوښتونکو تر هودې ووتلای سي. د اروپايي اتحاديې يو لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چي «انقره اوس پنځه مليارده يورو غواړي خو موږ صرف د ژمنه سوو درو ملياردو يورو د ادا کولو له پاره چمتو يو.»

د ترکيې لومړي وزير احمد داؤد اوغلو چي کله برلين ته وروستی سفر کړی ؤ، پر همدغه لور يې اشاره ورکړې وه چي ژمنه سوي پيسې کفايت نه کوي. نوموړي په برلين کي د وينا پر وخت ويلي ول چي هيڅ څوک د ترکيې څخه دا انتظار نه سي لرلای چي ترکيه ټول بار يوازي پر خپلو اوږو يوسي.

د سرحد د ساتني په بدل کي پيسې

اروپايي اتحاديې د يو پلان په ترڅ کي ځان مکلف کړی ؤ چي ترکيې ته به درې مليارده يورو ورکوي. ترکيې په بدل کي د اروپايي اتحاديې سره ژمنه کړې وه چي د سرحد په ساتنه کي به بهترۍ رامنځ ته کوي. دا دې له پاره چي و اروپا ته د پناه غوښتونکو په بهير کي کموالی رامنځ ته سي. خو د اېټاليې هيواد نه غواړي چي د دغو درو ملياردو په ادا کولو کي ونډه واچوي. اېټاليه وايي چي دغه پيسې دي د اروپايي اتحاديې له بوديجې څخه ورکول سي. د دې وجه دا ده چي د اېټاليې اقتصاد د کمزوره کېدو په حال کي دی.

د اېټاليې لومړي وزير ماتيو رېنڅي د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۲۰مه نېټه) په برلين کي وويل چي تر کوم وخت پوري چيٍ د بوديجې د کسر په تړاو په قواعدو کي نرمي نه وي راوستل سوې، اېټاليه به د پناه غوښتونکو د مرستي له پاره په رامنځ ته سوي صندوق کي هيڅ پيسې نه واچوي.

د پيسو د مصرف له پاره سخت شرايط

د آلمانۍ مجلې «وېلټ» د يو راپور پر اساس د ترکيې له پاره د ۳ ملياردو يورو د مرستو برابرول په دې وجه هم د ځنډ سره مخامخ دي، ولي چي انقره غواړي چي تر زياتي اندازې په خپله اختيار ولري چي دغه پيسې پر کومو پروژو مصرفوي.

د «وېلټ» مجلې په راپور کي د اروپايي اتحاديې د دپلوماتانو په حواله راغلي دي چي «د ترکيې حکومت د دې په قبلولو کي مشکل لري، چي ورسره ژمنه کړل سوي پيسې به په قسطونو کي او د اروپايي اتحاديې له خوا د هغه د مصرف د اړتيا د پلټنې وروسته ادا کيږي.»

اروپايي اتحاديه غواړي چي دغه پيسې په معينو پروژو کي مصرف کړل سي، لکه د پناه غوښتونکو له پاره د ښونځيو د ودانيو جوړول. د راپور له مخي اروپايي اتحاديه غواړي چي د دغو پيسو د مصرف کولو پر وخت له سخت نظارت څخه کار واخلي او په دې توګه د دې توګه د بېلګي په توګه د دې مخه ونيسي چي دغه پيسې پر نا معلومو لارو د ترکيې په تعميراتي اقتصاد کي ورکي سي.

د اروپايي اتحاديې سره د تفاهم باوجوده ترکيې د اروپا سره د خپلو پولو په ټينګولو کي ډېر کم کار کړی دی. په عيني حال کي له ترکيې څخه د يونان پر لور د پناه غوښتونکو د رسېدو لړۍ دوام لري. د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې UNHCR په حواله د روان مېلادي کال په لومړيو ۲۷ ورځو کي له ترکيې څخه و يونان ته ۵۰۷۰۰ پناه غوښتونکي رسېدلي دي.

ترکيه د پناه غوښتونکو له پاره يو مهم ترانزيتي هيواد دی. تېر کال و اروپا ته د رسېدونکو تقريبا يونيم مليون پناه غوښتونکو څخه اکثره د ترکيې له لاري اروپا ته راغلي ول.