انځورونه: د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه يوه افغانه ده
جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» ليکلي دي چي د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه د افغانستان په هوايي ځواک کي ده. هغه په افغانستان کي يوازنۍ پيلوټه ده. د هغې انځورونه په دغه راپور کي ووينئ.
کپيتانه نيلوفر رحماني ۲۳ کلنه ده او اوس په افغان هوايي ځواک کي دنده لري. جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» (انځور) هغه د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه معرفي کړې ده.
نيلوفر رحماني ۱۸ کلنه وه چي د پيلوټۍ ښوونځی ته ولاړه او دوه کاله وروسته په ۲۰۱۲م کال کي د دوهم بريدمن په درجه فارغه سوه.
نيلوفر د زده کړي ډيري مهمي دورې تيري کړي. هغې خپله لومړۍ الوتنه په يوې امريکايي څلور سيټه سيسنا ۱۸۲ ډوله الوتکي سره بريالۍ وکړه.
رحماني اوس کولای سي جنګي او ترانسپورتي الوتکو ته پرواز ورکړي. نړيوالو رسنيو هغه د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته د لومړۍ افغاني پيلوټي په خاطر ستايلې ده.
که څه هم نيلوفر د خپلي دندې په خاطر په خپله ټولنه کي له ستونزو سره مخامخ ده، خو بيا هم هوډ لري چي خپل کار ته دوام ورکړي.
نيلوفر رحماني غواړي چي ډيري ښځي تشويق کړي، څو افغان هوايي ځواک ته ورسي او خپلي وړتياوي ثابتي کړي.
کپيتان نيلوفر رحماني ته د ۲۰۱۵م کال په لومړيو کي د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د «زړوري ښځي نړيوال مډال» ورکړل سو.
د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د زړوري ښځي مډال نيلوفر ته په واشنګټن کي ورکړل سو.