انځورونه: په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د زیوراتو نندارتون
یوه وتلي پاکستاني طراح په دې هیواد کې یوې ډلې افغان مهاجرینو ته د زیوراتو «ګاڼو» او جامو د تولید په برخه کې روزنه ورکړې او تر تولید وروسته یې د هغوی په لاس جوړ شوي توکي په کراچۍ کې نندارې ته وړاندې کړل.
په پاکستان کې د جامو د ډیزاین یوې وتلې څیرې هما عدنان ۲۵ افغان میرمنو ته د جامو او زیوراتو د ډیزاین په برخه کې روزنه ورکړې ده. د یادو افغان میرمنو له ډلې څخه ځینې یې په دې دې هیواد کې د تیرو ۴ لسیزو راهیسې ژوند کوي.
د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د «یوه هنر یوه انځور» په نامه یو بل غیر دولتي سازمان په پاکستان کې د «هنري کیسو» تر نامه لاندې د دغه پروګرام ملاتړ کوي.
د «یوه هنر یوه انځور» په نامه غیر دولتي سازمان هڅه کوي چې له کرنې پرته په نورو برخو کې د بې وزله خو هدفي ډلو له پاره یو ښه چاپیریال رامنځ ته کړي. د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمیر پاکستانۍ موډلې یو شمیر داسې جامې او قیمتې ګاڼه «زیورات» نندارې ته وړاندې کړل چې په دې هیواد کې د افغان مهاجر میرمنو په لاس ډیزاین او تولید شوي دي.
هغو افغان میرمنو چې د زیوراتو او جامو د ډیزاین په برخه کې یې روزنې ترلاسه کړي، د یوې مودې راهیسې په دې توانیدلي چې په زړه پورې او ځانګړې توکي ډیزاین او تولید کړي. د دغو توکو لومړنۍ نمونې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په لومړيو کې نندارې ته وړاندې شول.
د «هنري کیسو» په نامه په دغه نندارتون کې وړاندې شوي توکي د ښځو د نړیوالې ورځې یعنې د مارچ میاشتې په اتمه نیټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې نندارې ته وړاندې شول او ټاکل شوې چې دغه لړۍ د پاکستان نورو سترو ښارونو او بهرنیو هیوادونو ته هم وغځیږي.
اوسمهال له ۲،۵ میلیونه ډیر افغان مهاجرین په ګاونډي هیواد پاکستان کې میشت دي چې د دې ډلې له نیمايي څخه زیاته برخه یې میرمنې تشکیلوي. د دغو میرمنو زیاتره برخه د خپلو کورنیو پر نارینه وو پورې تړلې دي او پر دوی تکیه کوي. په پاکستان کې زیات شمیر مهاجرین اوس هم له یو شمیر محدودیتونو سره مخ دي.
افغان میرمنې چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، اقتصادي او د عاید سرچینې نه لري. له دې کبله د پاکستانۍ هما عدنان دغه اقدام د افغان مهاجرو میرمنو د ځان بسیا په لوري یو اقدام شمیرل کیږي. دغه افغان میرمنې اوس کولی شي چې د خپل زده شوي مسلک پرمټ، عاید ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو په اقتصادي وضعیت کې مثبت نقش ولوبوي.