انځورونه: په کابل کې د انتر کانتینینتل هوټل برید پای ته رسیدلی
د انتر کانتینینتل هوټل د برید انځورونه
دغه هوټل د انتر کانتینینتل ځنځیري هوټلونو یو له څانګو څخه ده چې په افغانستان کې په ۱۹۶۰ م کال کې رغول شوی.
تر دې برید مخکې په ۲۰۱۱م کال کې هم د وسلوالو کسانو تر برید لاندې راغلی وو چې هغه وخت هم دغه راز ډله ایز برید مرګ ژوبله درلوده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته د برید په هکله وویل چې په دې پیښه کې د دریو امنیتي سرتیرو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې تر برید وروسته یې له هوټل څخه د ۴۱ بهرنیو اتباعو په ګډون له ۱۵۰ ډیر کسان ژغورلي هم دي.
د افغان چارواکو په حواله، د دې هوټل امنیتي چارې په دې وروستیو کې یوې خصوصي امنیتي شرکت ته ورکړل شوي دي. نجیب دانش رسنیو ته په دې هکله وویل چې تر پلټنو وروسته به معلومه شي چې په دې پیښه کې یاد خصوصي شرکت ګرم دی او که نه.
د کورنیو چارو وزارت دغه ویاند همدا راز وویل چې امنیتي ځواکونه اوس خونه په خونه ګرځي ترڅو ډاډمن شي چې د هوټل په ودانۍ کې نور بریدګر پټ نه وي.» دانش زیاتوي چې: «اوسمهال موږ په دې برید کې یوازې د یوه بهرني کس وژل کیدل تائیدولی شو.
تر اوسه پورې دا هم لا معلومه نه ده چې د برید پرمهال په دې هوټل کې څومره میلمانه موجود وو. دغه هوټل د انتر کانتینینتل ځنځیري هوټلونو یو له څانګو څخه ده چې په افغانستان کې په ۱۹۶۰ م کال کې رغول شوی.
تر برید وروسته، امنیتي ځواکونه سمدلاسه سیمې ته ورسیدل او د میلمنو او د هوټل د کارکوونکو په ژغورنه یې پیل وکړ. یاده سیمه تر برید وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې او د موټرو د تګ را تګ پر مخ تړل شوې.
افغان امنیتي چارواکو دا تائید کړې چې د برید پرمهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنولوجۍ د څانګې ۳۴ ولایتي ریسان په دې هوټل کې د یوه کنفرانس له پاره چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لخوا ترتیب شوی وو، راټول شوي وو.
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزرات پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د هوټل په برید کې د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریس هم وژل شوی او په دې هکله یې خپله خواخوږي څرګنده کړې.
تر اوسه پورې د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. په ځايي تلویزیونونو کې د برید په هکله انځورونو کې لیدل کې چې تر برید وروسته په هوټل کې اور هم لګېدلی او ځینې کسان د هوټل له کړکیو د تیښتې هڅه کوي.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه پلاوي کابل ته سفر کړی وو. د دوی د سفر موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت له نږدې څخه لیدل وو. بل لوري ته بیا څو ورځې مخکې داسې رپوټونه هم خپاره شول چې د طالبانو ځینو استازو په پاکستان او ترکیه کې د سولې د شورا او همدا راز له افغان چارواکو سره په افغانستان کې د پخلاینې او سولې په هکله کتنې او خبرې هم کړي.