1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما، میرکل امریکا ته دعوت کړه

مسعود جهش (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ دی ۱۹, پنجشنبه

بارک اوباما، انگلا میرکل امریکا ته دعوت کړې ده. ښايي له دې سره اوباما د هغو جنجالونو د له منځه وړلو هڅه کوي چې د امریکا د استخباراتي سازمان له خوا د میرکل د تلیفون د څارنې له کبله رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/1AngK
انځور: SAUL LOEB/AFP/Getty Images

د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل، ویاند ویلي دي چې هغې د اوباما دغه بلنه منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، اوس له خپلو مشاورینو سره د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت استخباراتي ادارې NSA د اصلاح کولو په اړه مشورې کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې، په دې اړه له معلومات ورکولو څخه ډډه کړې ده چې ایا د اوباما او میرکل په تلیفوني خبرو کې د آلمانۍ صدراعظمې د تلیفوني اړیکو د څارنې په اړه هم خبرې شوې دي او که نه. اوباما او میرکل د چهارشنبې په ورځ له یو بل سره د تلیفون پر کرښه خبرې دي.

کارني ویلي دي: «زه فکر کوم چې ولسمشر صدراعظمې میرکل ته د هغې د ژوبلیدو له کبله تلیفون کړی وو.» میرکل تر دې مخکې د رخصتیو پر مهال د سکي کولو په حال کې لویدلې او ژوبله شوې وه.

پر دې سربیره اوباما له میرکل سره د خبرو پر مهال هغې ته د نوې کابینې د ټاکلو له کبله مبارکي ویلي ده. په دې ترتیب سره د میرکل او اوباما په راتلونکې لیدنه کې به دواړه مشران د ۲۰۱۴ کاله له پاره پر یوه پلان او همداراز د یوه سوداگریز تړون په اړه خبرې وکړي.

د اعتماد ماتیدل

تیر کال د امریکايي استخباراتي ادارو له خوا د میرکل د تلیفونونو څارنې، دغه آلمانۍ سیاستواله تر یوه حده پورې په غوسه کړه. هغې له همدې کبله اوباما ته ویلي وو چې دغه موضوع کیدای شي د امریکا او آلمان تر منځ د اعتماد فضا له منځه یوسي.

واشنگټن هیڅ کله هم دغه خبره په رسمي ډول نه ده منلې چې استخباراتي ادارو یې پر نړیوالو مشرانو باندې څارنه کړې ده. دغه موضوع د امریکا د ملي امنیت استخباراتي سازمان NSA د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، له خوا د بربنډو شویو اسناد له مخې ویل شوې ده.

که څه هم د میرکل ویاند ویلي دي چې هغې د اوباما بلنه منلې ده خو لا تراوسه پورې د دغه سفر نیټه نه ده روښانه شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب