1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"اوس هم د ډيرو ښوونځيو دروازې تړلي پاته دي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د پوهني وزارت د راپور پر اساس په دغه هيواد کي شاوخوا ۵۲۸ ښوونځي دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/14ubH
انځور: DW

د ښووني او روزي وزير ډاکټر فاروق وردګ د یکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د مۍ ۱۳مه) په کابل کي په يوه خبره غونډ کي وويل، چي د روان کال د ثور په مياشت کي د هيواد په گوټ گوټ کي د ښوونځيو پر وړاندي ډيري ستونزي پرتې وې.

وردگ په پکتیکا ولایت کي د ښووني وزارت د مامورینو وژل کیدل او ټپي کېدل، په غزني کې د ښوونځیو بندول او په بامیانو ولایت کي د زده کوونکو مسمومول ددې میاشتي تر ټولو ستري پیښي وبللې.

هغه وايي چي اوس هم د هېواد په کچه په ټولیزه توګه ۵۲۸ ښوونځي بندي دي:

«په کندهار کي ۱۲۰، هلمند کي ۱۷۳، ارزګان کي ۵۷ ، زابل کي ۱۲۶، پکتیکا کي ۱۶، خوست کي ۸، فراه کي ۱۳، بادغېس کي ۸ او په غزني کي ۷ ښوونځي بند دي چي ټول ټال د ۵۲۸ ښوونځيو دروزاې د هېواد په کچه د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.»

وردگ وايي چي ددغو ښوونځیو په تړل کیدو سره شاوخوا ۳۰۰ زره افغان زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخه شوي دي.

نوموړي وویل ددغو ګواښونو سره سره هم توانیدلي دي چي د روان کال له پیل څخه تراوسه د هېواد په بېلابېلو برخو کي ۲۶ ښوونځي د زده کونکو پرمخ پرانیزي.

که له یوې خوا د هيواد په یو شمېر ولایتونو کي د ښوونځیو د بندیدو له امله زده کوونکي له زده کړو څخه پاته سوي دي، بلي خوا په پرانېستل شوو ښوونځیو کي د کتابونو کموالی هم هغه ستونزه ده چي تراوسه په بشپړه توګه نه ده هواره شوې.

ویل کیږي چي د پلازمېني په ګډون د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کي د ښوونځیو دوولسم ټولګي بشپړ کتابونه نه لري.

د پوهني وزیر په دوولسم ټولګیو کي د کتابونو د نشتوالي ستونزه مني خو وايي چي له تیرو څو اونیو راهيسې د پاکستان په کراچۍ بندر کي د افغان ښوونځیو په زرونو کتابونه بند دي چې په دې کي زیاتره کتابونه د دوولسم ټولګیو دي.

دغه راز، ددې خبري غونډي پرمهال د افغانستان د پوهني وزیر او په کابل کي د سعودي عربستان د سفیر ترمنځ د شاوخوا ۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.

د پوهني وزیر وویل دغه پیسې به په هېواد کي د اسلامي زده کړو پر ودي او د عربي ژبي د زده کړي د پراختیا په برخه کي مصرف سي.

د پوهني وزارت چارواکي وايي چي اوسمهال په هېواد کي د اسلامي زده کړو د مرکزونو شمېر ۶۷۶ ته رسیدلی دئ.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل