1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین خپلې چورلکې او جنګي الوتکې امن ځای ته انتقال کړي

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د اوکراین د ارقامو په حواله د روسيې هوايي ځواک د کریمیا په نیمه ټاپو کې تر چاودنو وروسته خپلي جنګي طیارې او هلیکوپترونه ډاډمنو ځایونو ته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Fi3R
Ukraine | Training Luftwaffe | Kampfjet Mig-29
د اوکراين د هوايي ځواک میګ-۲۹ ډوله جنګي جیت الوتکې - د آرشیف انځورانځور: Roman Pilipey/dpa/picture alliance

 ځیني یې ددغي جزیرې داخلي برخو او ځیني نوري یې بیا پخپله روسیې ته انتقال سوي دي.

د دې خبري څخه د اوکراین نظامي استخباراتو خبر ورکړی دی. په خبره یې هغوی ۲۴ جنګي طیارې او ۱۴هلیکوپترونه د انتقالیدو په حال کي مشاهده کړي دي.

نهه ورځي دمخه د کریمیا د نیمه جزیرې د غرب د ساکي په نامه هوايي قرارګاه کي څو چاودونوهغه سره ولړزوله.

د سټلایت تصاویرو د اوو جنګي جیټ الوتکو ټوټې ښکاره کړي وې.