1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م امنيت شورا ته د امريکا او ايران شکايت

۱۳۹۸ تیر ۱, شنبه

ايران او متحده ایالات د خپلمنځي اختلافاتو له امله اوس د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته مراجعه کړې ده. امريکا د «ايران پارونکو اقداماتو» په اړه د يوې غونډې غوښتنه کړې او ايران د «امريکا د جاسوسي عملياتو» په اړه شکایت کړی دی.

https://p.dw.com/p/3KsvH
USA gegen Iran
انځور: Fotolia/le0nmd

د امريکا متحده ايالاتو او ايران ترمنځ لفظي شخړو زور اخيستی دی. وروسته له هغې چې د ايران سپاه پاسداران سازمان د پنجشنبې په ورځ د متحده ايالاتو يوه بې پيلوټه الوتکه وغورځوله، د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ اعلان وکړ چې د ايران پر درو سیمو باندې ېې د ورکړې پوځي حملې امر، د اجرا څخه لس دقيقې مخکې بيرته لغوه کړ.

متقابل تورونه

د آلمان خبري آژانس د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امريکا متحده ايالتونو د دفتر له قوله ليکي چې متحده ايالتونو غوښتي چې د دوشنبې په ورځ په امنيت شورا کې د «ايران د پارونکو» اقداماتو په تړاو يوه ځانګړې غونډه جوړه شي.

دغه غونډه به د تړلو دروازو تر شا ترسره کيږي. متحده ايالات غواړې په غونډه کې پر تيل ليږدونکو کشتيو د حملو او د بې پيلوټه الوتکې د غورځولو په تړاو د ايران خلاف خپل وروستني اطلاعات د شورا غړو ته وړاندې کړي.

ايران تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان ته په خپله خاوره کې د «امريکا متحده ايالتونو د جاسوسۍ» څخه شکايت کړی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان يوه وياند منلې چې د دغه سازمان مشر آنتونيو ګوتريش په دې اړه له ايران څخه يو رسمي مکتوب ترلاسه کړی دی.

ايران په دغه مکتوب کې ادعا کړې چې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه د دوی هوايي حريم ته دننه شوې وه چې د دوي د دفاعي سيستم څو خبرداريو ته هم توجه نه وه کړې.

UN Sicherheitsrat tagt wegen Iran
د م م د امنيت په شورا کې د ايران د اتومي پروګرام په اړه د يوې غونډې انځور - ارشيفانځور: AP

امريکا متحده ايالتونو ويلي دي چې د دوی بې پيلوټه الوتکه د ايران په هوايي حريم کې نه بلکه د نړيوالو اوبو پر سر ويشتل شوې. ترمپ پر خپل ټيوټر ليکلي چې د ايران پر درو سيمو يې د پوځي حملو امر، ځکه د حملو له ترسره کولو لس دقیقې مخکې لغوه کړ چې «شاوخوا ۱۵۰ تنه په کې وژل کيدل چې دا د يوې بې پيلوټې الوتکې د غورځولو له پاره مناسب نه وو.»

تهران ته د واشنګتن ليک؟

په ورته وخت کې رويټرز خبري آژانس په فارس خليج کې د ايراني او امريکايي ځواکونو د لاس په ماشه حالت څخه رپوټ خپور کړ. داسې چې ګواکې دونالد ترمپ د عمان حکومت له طريقه ايران حکومت ته يو مهم ليک استولی دی. داسې ګمانونه کیدل چې ترمپ په دغه ليک کې يا ايران پر حملې ګواښلی او يا ېې ويلی چې اوس پرې د حملې قصد نه لري.

ايراني او امريکايي چارواکو له دغه ليک څخه بې خبري ښکاره کړې. د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزرات وياندې، مورګان اورتاګوس دا ډول خبرونه د «ايران حکومت د تبليغاتو یوه برخه» وښوده.

هغې زياته کړه، واشنګتن تمه لري تر څو «تهران ديپلوماسي ته د ديپلوماسي په ژبه ځواب ورکړي.«

د ایران د خارجه وزارت وياند عباس موسوي د تسنيم خبري آژانس ته ويلي چې هيواد يې د «امريکا یرغلګر اقدام» په اړه د حقوقي او سياسي لارو د ملګرو ملتونو سازمان ته اعتراض کړی، خو په عين حال کې چمتو دی چې د ايران پر وړاندې د امريکا هر ډول ګواښونکي اقدام ته قاطع ځواب ووايي. موسوي وويل: «موږ اجازه نه ورکوو چې د ايران سرحدونه نقض شي. موږ د امريکا هر ډول ګواښ يا يرغل ته کلک او قاطع ځواب ورکوو.»

په سيمه کې وروستيو کشمکشونو او د ايران اتومي توافقاتو پر سر د واشنګتن او تهران تر منځ راوتلي اختلافات، د نړۍ په کچه بحثونه راپاورلي دي.

خبرگزاری ها/پ.ع/ر.ش/ م.ک.ص/ ا.ا