1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران هم د افغانستان پر سرحدي سيمه توغندی ورولي

۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه

د نيمروز د والي وياند حاجي قاسم خدري ويلي، چي ايران پر يو کلي باندي تر شخړي وروسته راکټونه ورولي. دغه پيښه نن سهار را منځ ته سوې او تر اوسه پوري د مرگ ژوبلي په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/12qpw
انځور: dapd

حاجي قاسم خدري د آلمان خبري آژانس ته ويلي: « نن ما داسي راپورونه تر لاسه کړل چي د ايران له لوري سرحد ته څيرمه د نمروز ولايت په کنګ ولسوالي باندي لږ تر لږه اوه راکټه فيرسوي. په پيښه کي د مرګ ژوبلي په هکله کوم معلومات نسته. موږ ددغي پيښي په هکله په کابل کي چارواکو ته راپور ورکړی.»

دا په داسي حال کي ده چي ددې اونۍ په سر کي ايراني چارواکو ادعا کړې، چي د افغانستان يو کلي د دوی د خاوري برخه ده.

خدري زياته کړې چي ايراني پوځ پولي ته څيرمه خپل پوځونه ځای پر ځای کړي.

« ايراني چارواکو موږ ته يو ليک راستولی، چي په هغي کي يې ليکلي، چي د کنګ ولسوالي د بديچي کلی د دوی د خاوري برخه ده خو د ډيرو کلونو راهيسي د افغانستان سره نښلول سوې ده.»

د بديچي کلي د افغانستان او ايران سره ګډه پوله لري او په ۲۰۰۵او ۲۰۰۶م کلونو کي سيلابونو ډير سخت وران ويجاړ کړي و، خو بيا وروسته دغه کلی بيرته آباد سوی.

د کنګ ولسوالي د نيمروز د مرکز زرنج څخه په ۳۰ کلوميترۍ کښي پرته ده.

د دغه ولايت د والي د مرستيال په وينا، چي د کوم جدي بريد په ترڅ کي افغان پوليس دې ته چمتو دي چي د دغه ولايت څخه دفاع وکړي.

د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو وزارت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

افغانستان د ايران سره کابو۱۰۰۰کلوميتره ګډه پوله لري، او ددې سره سره چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالات او ناټو پر ايران تور لگوي، چي د افغانستان په جنوب او جنوب لويديځو برخو کي د طالبانو سره مرستي کوي دواړو هيوادونو ښې اړيکي ساتلي.

د افغانستان او ايران تر منځ د روان کال د جنورۍ په مياشت کي اړيکي هله خړي پړي سوې چي ايران افغانستان ته د تيلو۲۰۰۰ټانکرونه ودرول، او دليل يي دا وړاندي کاوه چي دغه تيل په افغانستان کي د ناټو ځواکونه استعمالوي. خو د افغان چارواکو له لوري دغه تورونه رد سوي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل