1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

ايران: يوه ښځه د بې حجابۍ له کبله په درو وهلو محکومه شوه

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

په ايران کې د پوړني ضد تر يوه احتجاج وروسته يوه انجينره په درو وهلو محکومه شوه. خو په ناروې کې مېشت د بشري حقونو د يوه سازمان په حواله دغه سزا د پنځو کلو له پاره په تعليقي ډول وضع شوې ده.

https://p.dw.com/p/4WA2x
Iran | Protest gegen die Hijab-Pflicht
انځور: UGC

زينب قاسمي په فبرورۍ مياشت کې د خلکو پام ځان ته اړولی و، ځکه چې د يوه لاريون پرمهال يې د وینا پر وخت خپل پوړنی د احتجاج په توګه پر ځمکې وغورځاوه.

د دغې پېښې ويډيو په انترنت کې ډېره لاس په لاس شوه. يادې مېرمن د انجينرانو د يوې اتحاديې پرضد مظاهره کوله چې هغه يې د مشرتابه ټاکنو ته نه ورپرېښودله ځکه چې پوړنی يې ګويا صحيح په سر کړی نه و.

Grabstein von Jina Mahsa Amini
يو کال مخکې ايرانۍ کردۍ جينا مهسا اميني د ایران د پوليسو په توقيف کې ساه ورکړې وه انځور: UGC

وروسته له دې چې يو کال پخوا ايرانۍ کردۍ جينا مهسا اميني د پوليسو په توقيف کې ساه ورکړه، ډېرېايرانۍ ښځې په لويو ښارونو کې د احتجاج په توګه د پوړني مکلفيت له پامه غورځوي، څو د اسلامي حاکم نظام په وړاندې ورديږي. اميني نيول شوې وه، ځکه چې د جامو اغوستلو د حاکمو مقرراتو پرضد يې ګوندې سرغړونه کړې وه.