1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران پر یو زیارت د حملې په تړاو دوه تنه اعدام کړي

۱۴۰۲ تیر ۱۷, شنبه

ایران دوه نارینه په اکتوبر میاشت کې د شیعه ګانو پر یو زیارت د حملې په تړاو چې په کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي ول، اعدام کړل. د ايران دولتي رسنيو د شنبې په ورځ د دغه خبر په ورکولو ويلي چې د حملې مسئوليت داعش ډلې منلی وو.

https://p.dw.com/p/4TcED
د آرشیف انځور - په ایران کې د اعدامونو په تړاو انځور
د آرشیف انځور - په ایران کې د اعدامونو په تړاو انځورانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د ايران دولتي خبري آژانس، ایرنا، وويل چې دغه دوه کسان د ایران په جنوبي ښار شیراز کې په دار ځړول شوي دي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو پر اساس، اعدام شوو کسانو د خپلو محکمو په جریان کې ويلي وو چې دوی په افغانستان کې له داعش ډلې سره په تماس کې ول او په شېراز کې د شاه چراغ پر زیارت د حملې په تنظیمولو کې ېې ورسره مرسته کړې ده.

ورته نور ولولئ: ایران د اعتراضونو په تړاو ۳ کسان اعدام کړي

پر دولتي تلویزيون یوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې یو حمله کونکی دغه مشهور زیارت ته په دننه کېدو په خپل بیګ کې پټ کړی ټوپک راوباسي او پر عبادت کونکو چې د تېښتې او په دهلیزونو کې د پټېدو په حال کې دي، ډزې کوي.

زياته شوې چې دغه حمله کونکی د تاجیکستان هیواد اوسيدونکی وپېژاندل شو چې وروسته ېې په روغتون کې د حملې پر مهال د اخیستو ټپونو له کبله ساه ورکړه. چارواکو په ابتدا کې ويلي وو چې په دغه حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي، خو وروسته ېې بیا د مړو شمېر ۱۳ اعلان کړ.

ورته نور ولولئ: م.م: په ايران کې په اونۍ کې تر لسو ډېر کسان اعداميږي

داعش ډله چې يو وخت په منځني ختيځ کې يو امنيتي ګواښ بلل کېده، تر دې مخکې ېې هم په ایران کې د يو شمېر تاوتريخوالو مسئوليت منلی وو چې په هغو کې په ۲۰۱۷م کال پر پارلمان حمله او د ایران د اسلامي جمهوریت د موسس ایت الله روح الله خمينی پر قبر بمي حمله هم شاملې دي.

mks/mns (Reuters)