1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايرانۍ فلم جوړونکې په برليناله فستيوال کې

۱۳۹۷ بهمن ۲۷, شنبه

سږکال د برلين فلمي فيستيوال تعليمي برخې «برليناله تالنتس» ته دوه ايرانۍ فلم جوړونکې هم دعوت شوي دي. برليناله دغې برخه ته هغه څيرې دعوتوي چې له مخکې د سينما په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري او د يوه ستورې تمه ورڅخه وي.

https://p.dw.com/p/3DV80
Berlinale Talents 2019 Shilan Sadi und Mina Keshavarz
د دويچه ويله فارسي څانګې خبرياله مريم ميرزا د شيلان سعدي او مینا کشاورز (مخامخ) سره د مرکې پر مهالانځور: Maryam Mirza

د «برليناله تالنس» (Berlinale Talents) برخې ته هر کال په لسونو هغه سینمايي څيرې د استعدادونو په حيث دعوت کيږي چې په راتلونکې کې ورڅخه د يوه ستوري يا ستورې تمه کيږي. دوی ته په دغه فستیوال کې د دې له پاره بلنه ورکول کيږي تر څو د فستيوال په جريان کې د تعليمي ورکشاپونو له لارې او یا هم د سینما اړوند په مهمو بحثونو او څيړنو کې د نړۍ نامتو سينمايي استعدادونو او عواملو سره مخ شوي وي. 

سږکال د برليناله تالنتس برخې ته دوه ايرانۍ ښځينه فلم جوړونکې شيلان سعدي او مينا کشاورز هم د استعداونو په توګه منل شوي چې ګډون يې په کې کړی دی. شيلان سعدي د ترکيې په کمپونو کې د اوو ايزدي ښځو په اړه يو مستند فلم جوړ کړی چې اوس د ايديت په مرحله کې دی او د مينا کشاورز وروستۍ پروژه هم د ښځو پر موضوع څرخيږي. دويچه وله له دغو دوو ښځينه ايراني فلم جوړونکو سره د برليناله تالنتس په ساختمان کې ليدلې دي.

«برليناله يو ښه فرصت»

شيلان سعدي په ۱۳۵۹ لمريز کال کې زيږيدلې. هغه د سينما په صنعت کې۱۵ کاله کاري سابقه لري. ميرمن سعدي له دويچه وله سره په خبرو کې وويل چې د يوې مستند فلمونو جوړونکې په حيث د خپل کار پر وخت تل له يوې وړې ډلې سره په تماس کې پاتې شوې ده. له همدې وجې هغه د مسلکي کسانو په يوه لويه اجتماع کې له ګډون څخه هرکلی کوي. شيلان سعدي وايي چې داسې تمه يې نه درلوده چې يوه ورځ دې په برليناله فيستيوال کې ګډون کوي. دغه دوه ايرانۍ فلم جوړونکې د برليناله په څير يو نړيوال فلمي فستيوال کې ګډون غنيمت او مهم ارزوي.

مينا کشاورز چې په ۱۳۶۳م لمريز کال کې زيږيدلې اوس يې شپږم فلم د ايديت په حال کې دی. هغه هم په برليناله کې ګډون يو ښه فرصت بولي او له دې لارې د «نوو څيرو» سره له اشنا کيدو څخه هرکلی کوي. ميرمن کشاورز په دې اړه وويل: «ما له پاره مهمه ده چې ووينم د مالي اړخه څنګه يو فلم چمتو کوي، څنګه کار کوي او نور څه نوي شيان شتون لري.» مينا کشاور تر ډيره په دې خوشاله ده چې په برلنياله تالنتس کې يې هغو کسانو سره ملاقات کړی چې له مخکې يې د هغو له کار سره شناخت درولود او له هغو به يې پيروي کوله. هغه زياتوي: «داسې مستند جوړونکي مې وليدل چې ما به يې فلمونه تعقيبول. د هغوي ليدل ډير په زړه پورې وو.»

Berlinale Talents 2019 Shilan Sadi und Mina Keshavarz
ايرانۍ فلم جوړونکې مينا کشاورز (ښې لور) او شيلان سعدي انځور: Maryam Mirza

ايراني ښځينه فلم جوړونکو له پاره ستونزې

خو پوښتنه پيدا کيږي چې څرنګه چې دغه دوه ايرانۍ فلم جوړونکې په برليناله فستيوال کې خپل ګډون ته ارزښت ورکوي، د هغوی د همژبو په فضا کې بيا دغه موضوع دومره خبرجوړنکې شوې نه ده. آیا نور سينماګران هم دا ډول غونډو کې ګډون ته لیواله دي؟

شيلان سعدي په دې برخه کې د آګاهي نه شتون يوه له اساسي ستونزو څخه بولي. هغه وايي: «ډيری کسان يوازې پر دې فکر کوي چې له يو دولتي آدرس څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي. دغه کار د دې لامل واقع کيږي چې دوی خپل خلاقيت له لاسه ورکړي او ونه شي کړای ورځنيو حالاتو ته د نقد په سترګه وګوري. کله چې دا ډول فضاو ته ورداخليږې وينې چې ته کولای شې له نړيوال ملاتړ څخه برخمن شې او خپل کار له پاره لا ډير فرصتونه پيدا کړې.»

خو بله ايرانۍ فلم جوړونکې مينا کشاورز بيا برخلاف ستونزه په آګاهي يا عامه پوهاوي کې نه ويني. هغه وايي: «موږ ځينې په خپله په اساسي توګه تنبل يو.»

هغه زياتوي: «زمونږ امکانات هيڅ کله د اروپا په څير نه دي چې خپل بستره په شا کړو د فلم له دې بازاره د فلم يو بل بازار ته ولاړ شو. موږ له پاره دا کار ډير مصرف لري او بايد ويزه واخلو او په فارسي کې هيڅ ډول معلومات هم نشته. ته اړ يې چې هر څه په انګليسي ووايي، هغه وژباړې او زده يې کړي چې دا ټول وخت نيسي.»

لا هم «مونږ وروسته پاتې يو»

ميرمن کشاور د خپلو خبرو په دوام زياتوي: «که څه هم موږ په داسې يو هيواد کې يو چې د هنر ښوونځي او پوهنتونونه لرو، خو ډير وروسته پاتې يو. درسته ده چې هر ځای وايو ايراني یو، هر څوک هم وايي چې موږ د ايرانۍ سينما مينان يو، خو له دې پرته موږ ډير وروسته پاتې يو او دا چې څلورو فستيوالونو ته ځو دا مهمه نه ده.»

Berlinale 2019 Filmstill Öndög
د ۲۰۱۹م کال برليناله فستيوال کې تر ډیره د ښځو جوړ فلمونو ته ځای ورکړل شوی دیانځور: Wang Quan'an

شيلان سعدي هم د میرمن کشاورز خبرې مني او وايي چې دغه ډول فستيوالونو ته لار موندل ډير وخت کار غواړي. هغه وايي په برليناله کې د ګډون له پاره يې څو ځله هڅې کړي چې بلاخر تر څلورم ځل درخواست وروسته ومنل شوه. هغه وايي تر څنګ د دې چې شنګن ويزه لري خو دا ځل يې په سختۍ د آلمان ويزه ترلاسه کړې ده.

په ایرانۍ سينما کې کار کول

مينا کشاورز چې له ايران څخه د يوه سينمايي استعداد په توګه برليناله ته دعوت شوې وايي چې د يوې ښځې په توګه دا هغې ته «ډیر مهم دی». هغه وايي: « زه په داسې يو هيواد کې ژوند کوم چې هر څه د مخه د دې له پاره چې ښځه یم له ډيرو حقونو څخه محرومه ګرځول شوې يم». هغه په ايران کې د سينمايي فعاليتونو په اړه وايي: «زه نه شم کولای په ايران کې دولتي ادارو سره کار وکړم. ځکه هميشه د دې له پاره چې ته ښځه يې ناديده دې نيسې. ځينې فلم جوړونکې ښځې شته له هغوې سره کار کوي خو زه شخصا اصلا داسې يو څوک نه يم چې هغوی سره په ديالوګ کې ورګډه شم.»

د برليناله نړيوال فلمي فستيوال په تعليمي برخه «برليناله تالنتس» کې سږکال ۱۴۱ ښځې او ۱۰۹ نارينه دعوت شوي دي. د برليناله تالنتس دوهم پړاو به د فبرورۍ په ۲۲مه پیل او د دغې مياشتې تر ۲۷مې به ادامه ولري.