1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: روان کال به تر تير خونړۍ وي

۱۳۸۹ دی ۱۲, یکشنبه

د ايساف قواوو که څه هم په تير ۲۰۱۰ کال کي په افغانستان کي خپل ۷۱۱ سرتيري له لاسه ورکړل خو بيا هم وايي چي خپل پوځي عمليات به لا پسي پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/Qlr9
د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلاتڅ او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلاتڅ او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: DW

۲۰۱۰ کال د مرګ ژوبلي له پلوه بهرنيو سرتيروته د طالبانو تر را پرزيدو وروسته ډير خونړی وو.

په کابل کي د ګڼ مليتيزه ځواک وياند جوزيف بلاتس وايي سره له دي چي ۲۰۱۰ کال له مرګ ژوبلي سره سره يو ستونزمن کال و، خو راتلونکى کال به تر هغه خونړى وي.

۲۰۱۱ کال چي اوس يي لومړۍ ورځي دي افغان ځواکونو ته د امنيت د واک د ليږد پروسه هم پکښي پيليږي.

د ناټو دغه جنرال وړاندوينه کوي چي نوی پيل سوی ۲۰۱۱ کال به هم په افغانستان کي ډير خونړی وي، ځکه چي دولت ضد وسله وال خپلو بريدونو ته شدت ورکوي او په وړاندي به يي مشترک ځواکونه هم خپل عمليات ځواکمنوي.

د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کي تر ټولو زيات امريکايي سرتيري وژل سوي، په دي موده کي ٥٠٠ امريکايي، ١٠٣ بريتانوي او ١٠٨ نورو وژل سوي سرتيري د ناټو په اړونده نورو هيوادونو پوري تړاو درلود.

جنرال بلاتس په ٢٠١٠ کال کي د افغان او بهرنيوځواکونو د مرګ ژوبلي د زياتوالي عامل د عملياتو شدت وباله او ويي ويل،چي په راتلونکي کال کي به بهرني او کورني ځواکونه ګډ عمليات ترسره کوي، همدا راز به هڅه وکړي، څو د چاڼ سوو سيمو امنيت خوندي کړي.

هغه سره له دي،چي ٢٠١٠ زيږديز کال له لاسته راوړنو ډک کال وباله ، خو د بهرنيو ځواکونو مرګ ژوبله يې د نورو کلونو په پرتله په دغه کال کي زياته وبلل.

د نړيوالو آژانسونو د رپوټونو پر اساس هلمند د افغانستان هغه ولايت دى، چي بهرنيو ځواکونو ته پکښي تر ټولو زياته مرګ ژوبله اوښتې ده، په دي ولايت کي تراوسه ٦٦٠ بهرني سرتيري وژل سوي دي.

دغه راز کندهار په دويم کتار کي دى، په دي ولايت کي ٣٣٥، په کونړ کي ١٤٦، په کابل کي ١٢٤ او په پکتيکا کي ١١٣ بهرني سرتيري وژل سوي دي.

سرچينه زياتوي، چي بدخشان، سرپل، دايکنډي او سمنګان هغه ولايتونه دي، چي تر اوسه پکښي هيڅ بهرنى سرتيرى نه دى وژل سوى.

جنرال بلاټس څرګنده کړه،چي اوس د ملي اردو او پوليسو شمير څه باندي ٢٧٠ زره تنو ته رسيږي، چي اټکل کيږي دغه شميره به د ٢٠١١کال تر پايه پوري ٣٠٤ زرو تنو ته ورسيږي.

د بلاټس د معلوماتو له مخه، نړيواله ټولنه په کال کي ١١ميليارده ډالره ، له کمي اوکيفي پلوه په امنيتي برخه کي، د امنيتي ځواکونو په سمبالتيا کي مرسته کوي،چي هره ورځ ٣٠ميليونه ډالره په مختلفو برخو کي لګول کيږي.

د ناټو ځواکونو وياند ټينګار وکړی چي د سيمي د هيوادونو همکاري ورسره ده او تمه ده چي روان کال کي به اورپکو ته سخت تاوان واړول سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل