1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا به د اخراجي پروازونو پر مخ خپل هوايي ډګرونه وتړي

۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبه

ايټاليا به هغو پروازونو پر مخ خپل هوايي ډګرونه وتړي چې په غيرمجاز ډول له آلمان څخه دغه هيواد ته په کې مهاجر ليږدول کيږي. دغه څرګندونې د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني د يکشنبې (اکتوبر ۷مه) په ورځ کړي دي.

https://p.dw.com/p/367z3
Italien Rom Fiumicino Airport Tower
د ايټاليا پلازمينه روم ښار کې د فيو ميچينو هوايي ډګرانځور: Imago/Westend61

د رويټرز خبري آژانس په حواله، آلمان او ايټاليا له څه مودې راهيسې په داسې يوه تړون باندې کار کوي چې له مخې به يې آلمان هغه مهاجر بيرته ايټاليا ته استوي چې آلمان ته تر تلو دمخه يې په ايټاليا کې خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي وي. خو دغه توافق تر اوسه لاسليک شوی نه دی.

د ايټاليا «لا ريپوبليکا» ورځپاڼې د شنبې په ورځ رپوت ورکړ چې د آلمان د مهاجرت ادارې ايټاليا ته «ډیر مکتبونه» استولي چې په کې ايټاليا ته د مهاجرو د بيرته استولو په اړه لارښوونې شوې دي. په دغو اسنادو کې ذکر شوي چې د امکان په صورت کې به دغه مهاجر په چارتر الوتکو کې ايټاليا ته وليږدول شي. دغې ورځپاڼې همدغه راز ويلي دي چې په پام کې ده چې ايټاليا ته د مهاجرو د ليږد لومړنی پرواز به د روانې مياشتې (اکتوبر) په ۹مه نيټه ترسره شي.

Italien Innenminister Matteo Salvini
سالوينې: موږ به خپل هوايي ډګرونه وتړو څنګه مو چې خپل بندرونه وتړل.انځور: picture-alliance/dpaA. Medichini

خو د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ساليوني په دې اړه په يوه بيان کې ويلي دي: « که کوم څوک په برلين او يا هم په بروکسل کې داسې فکر کوي چې ډله ډله مهاجر به په غير مجاز چارتر پروازونو کې ايټاليا ته وليږدوي، نو دوی بايد پوه شي چې دا څه نشي کيدای او د دا ډول پروازونو له پاره به هيڅ هوايي ډګر نه وي.»

سالوينې د خپلو خبرو په دوام وويل: «موږ به خپل هوايي ډګرونه وتړو څنګه مو چې خپل بندرونه وتړل.»

د آلمان د کورنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د مهاجرت اداره نه دي توانيدلي چې په سملاسي توګه د «لا ريپوبليکا» ورځپاڼې د رپوټ په اړه خپل نظر ورکړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر تیره مياشت ويلي وو چې له ايټاليا سره يو توافق ته نژدې شوي او هيله يې څرګنده کړې وه چې ډير ژر به د دواړو لورو تر منځ تړون لاسليک شي. خو د هغه ايټالوي سيال سالويني يوه ورځ وروسته دغه ډول يو توافق رد کړ او په دې تړاو له آلمان څخه د ډيرو امتيازاتو غوښتونکی شو.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: