1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکسفام: ټولنيزه نابرابري پر ډيرېدو ده

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

اکسفام مرستندويه ټولني په حواله په نړۍ کې د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن نور هم پر پراخېدو دی. د بې وزلو وضعيت نور هم خراب شوی او شتمن نور هم بډای شوي دي. د ټولنې څيړنه ښيي چې په آلمان کې هم همدا تمايل حاکم دی.

https://p.dw.com/p/3Btx2
München Bettlerin Symbolbild Zwangs-Bettler
انځور: picture-alliance/Winfried Rothermel

په داووس کې تر نړيوال اقتصادي فورم يوه ورځ مخکي د اکسفام مرستندوی ټولني «د عامه ښېگڼي يا شخصي شتمني» تر سرليک لاندي څېړنه کې راغلي دي چې له تيرو لسو کلونو راهيسي روان مالي بحران په ترڅ کې په نړۍ کي د ميلياردرانو شمېر نژدې دوه برابره شوی دی.

د اکسفام مشري ويني بيانيما، انتقاد کړی دی چې د نړۍ ۲۶ ميليادران دومره پيسې لري، لکه د نړۍ غريب نيمايي نفوس چې يې لري. د امازون د مشر جيف بيزوس شتمني چې د نړۍ تر ټولو بډای کس دی، له ۲۰۱۸م کال راهيسې ۱۱۲ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. په دې سره نو د ايتهوپيا يا حبشې روغتيايي بوديجه د نوموړي د شخصي شتمنۍ يو فيصد کيږي.

د اکسفام په حواله په تير کال کې د ميليادرانو دارايي دولس سلنه زياته شوې ده چې دا په ورځ کې په اوسط ډول ۲،۵ ميليارده ډالره کيږي. د بيانيما په خبره د نړۍ غريب نيمايي نفوس بيا برعکس ۱۱ سلنه کثر ليدلی دی، چې دا بيا په منځنۍ کچه د ورځې ۵۰۰ ميليونه ډالرو ته رسيږي.

ښځې زياتې اغیزمنې دي

د رپوټ په حواله ټولنيزه نابرابري بيا تر نورو زيات ښځې او نجوني اغیزمنوي. په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول نارينه تر ښځو۵۰ سلنه زيات شتمن دي. زياته شوې ده چې ښځو ته ۲۳ سلنه کم معاش ورکړل شوی او د روغتيا او زده کړو په برخه کې هم له نيمگړتياو کړيږي.

  په رپوټ کې زياته شوې ده چې ښځې د پالنې او پاملرنې په برخه کې په کال کې د لس تريليون ډالرو په ارزښت، په وړيا توگه کار کوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د آلمان ميلیاردانو وکولی شول تيرکال خپله شتمني ۲۰ سلنه زياته کړي. د آلمان شتمن کسان دومره سرمايه لري، لکه د آلمان ۸۷ سلنه غريب وکړي چې يې په شریکه لري.

Kongo: Migranten wurden aus Angola vertrieben
د کانگو مهاجرانځور: Reuters/Staff

د اروپا او نړۍ له نورو هېوادونو سره په مقايسه کې آلمان په هغه صنعتي هېوادونو کې شميرل کيږي چې د شتمنۍ تر ټولو ډېره نابرابري پکښې شته. د رپوټ په حواله په ۲۰۱۷م کال کې د ولس ۱۵،۸ سلنه برخه کم عوايدۍ اغیزمن کړي، چې دا يو منفي ريکارد دی او هر پنځم ماشوم بې وزله بلل شوی وو.

اکسفام د پانگونې غوښتونکی دی

په دغه راپور کې وړانديز شوی دی، چې د زده کړې، روغتيا او ټولنیز تضمين په برخه کې عامه مرستې د بې وزلۍ او نابرابرۍ په کمښت کې مرسته کولی شي. خو زياته شوې ده چې په ټوله نړۍ کې دغه ډول پروگرامونه په مناسب ډول نه تمويليږي. اکسفام له همدې کبله د زده کړو او عامه روغتيا په برخه کې د پانگونې غوښتنه کوي او همداراز غواړي چې له شرکتونو او شتمنو کسانو دې لوړې مالیې واخيستلي شي.

خو د آلمان په مونشن ښار کې اقتصاد پوه او د توزيعاتو څيړونکی اندرياس پاېشل د اکسفام له څيړنې سره د نظر اختلاف لري. نوموړی په ځانگړي توگه د اکسفام د رپوټ هغو ادعاو ته د شک په سترگه گوري چې وايي د نړۍ نيمايي بې وزله وگړي نور هم بې وزله شوي دي. پاېشل زياتوي چې په دې اړه ور ته د اکسفام معلومات د درک وړ نه دي.

نوموړی چې د Macroeconomics يا د پراخو اقتصادي علومو د معلوماتي مرکز مشر دی، له فرانکفورتر الگيماينر ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل دا چې د نړۍ بې وزله نيمايي ولس نور هم بې وزله شوی «د پراخو اقتصادي علومو په رڼا کې له واقعيت سره سمون نه لري.» د نوموړي په خبره حقيقت دادی چې د نړۍ اقتصاد مخ پر غوړيدا دی او په نړۍ کې په ټولیزه توگه بې وزلي په ښکاره کمه شوې ده.

خو پايشل دا هم مني چې د افریقا په زياتو برخو کې کافي پرمختگ نه دی شوی او همدا راز د منځني ختیځ په بحران ځپلو هيوادونو کې هم شاتگ شوی دی. خو نوموړی وايي: «د اکسفام د رپوټ دا نظر يا تمايل چې په نړۍ کې وضعه ورځ تر بلي خرابيږي، زه په څرگند ډول ردوم.»