1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا امریکا بې پاکستانه له طالبانو سره سوله کوي؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبه

امریکا متحدو ایالاتو پریکړه کړې ده چې د «طالبانو مناسب مشران» ولټوي او له دې ډلې سره بې له دې چې د پاکستان په تمه پاته شي د سولې خبرې اتري وکړي. امریکا ویلي دي چې کابل غواړي له طالبانو سره سوله وکړي.

https://p.dw.com/p/2yhF5
USA Ashraf Ghani und Donald Trump auf der UN Vollversammlung in New York
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د رواني اوونۍ په پیل کې له طالبانو سره د سولي له پاره د واشنګټن له یوې نوي ستراتیژۍ پرده پورته کړه. هغه همداراز د کانګرس په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې په پاکستان کې له امریکایي دیپلوماتانو سره «ناوړه چلن» کیږي.

پمپیو د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل: «هڅه دا ده چې د امریکا د فشار ټول عناصر وکارول شي چې په پایله کې یې طالبان د سولې خبرو ته غاړه کښیږدي.»

هغه زیاته کړه: «اوس نو باید موږ د طالبانو په منځ کې مناسبه رهبري ومومو چې په دغو بحثونو کې ګډون وکړي.»

د پمپیو د څرګندونو دوې برخې چي لومړۍ يې په پاکستان کې له امریکایي دیپلوماتانو سره سم چلن نه کول او دوهمه يې واشنګټن به بې پاکستانه له طالبانو سره خبري وکړې، دا ثابتوي چې د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې اوس تر بل هر وخت ډیري ترینګلي دي.

په واشنګټن کي د سویلي اسیا د چارو کارپوه ماروین واین باوم، وایي چې تر دې مخکې پاکستان او امریکا یو د بل پر دیپلوماتانو باندې د سفر سخت شرایط هم وضع کړي ول. هغه وایي: «هغه څه چې زمان له پاره عجیب دي دا دي چې دواړه اړخونه یو د بل له دیپلوماتانو سره داسې چلن کوي چې دښمن هیوادونه یې کوي، نه دوستان.»

د سولي نوي هڅي

خو د پمپیو خبري یوازي تر دیپلوماتیکو ترینګلتیاو پوري محدودي نه وې او دا یې په ډاګه کړه چې واشنګټن مخکې له دې چې تر لا زیات کورني فشار لاندي راشي او له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي، باید د افغانستان جګړې ته یوه سوله ایزه لار ومومي.

پمپیو په ډاکه کړه چې د طالبانو د مناسبي مشرۍ تر موندلو وروسته به امریکا «بیلابیلي ډلې سره یوځای کړي» چې د افغانستان د ځواک راتلونکی جوړښت رامنځ ته کړي. پمپیو زیاته کړه، د دې له پاره چې دغه ډله خبرو ته حاضره شي، ترمپ به هره قومي او قبایلي ډله قانع کړي چې د افغانستان د ځواک په راتلونکي جوړښت کې به یې ګټي محفوظي وي.

داسي ډېر لږ پيښېږي چې یو لوی امریکایي چارواکی دي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان نقش ته هیڅ اشاره و نه کړي. د پمپیو په خبرو کې په افغانستان کي د سولي په برخه کي د پاکستان ونډه هیڅ په ډاکه نه شوه.

خو کله چې دویچه ویله له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله نو د دې ادارې ویاند وویل چې امریکا اوس هم غواړي چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د پنټځایونو پر ضد پریکړنده اقدامات وکړي.

که څه هم پاکستان په ټوله کې د امریکا له موقف سره مخامخ دی، خو بیا هم دغه هیواد ټینګار کوي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې یې تر۵۰ زرو ډیر ملکیان او پوځیان وژل شوي دي. پاکستان ټینګار کوي چې نه غواړي په یوه بله داسې جګړه کې ښکیل شي چې پای نه لري.

د پاکستان استدلال دا دی چې امریکا به یو وخت له افغانستان څخه ووځي او دغه هیواد به یوازې پریږدي چې د امریکا د حضور له عواقبو سره مبارزه وکړي. پاکستاني چارواکو په عام محضر او خصوصي غونډو کې په وار وار ویلي دي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه شي حلیدای.

امریکا هم ټینګار کوي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حلیږي، ځکه نو پاکستان بايد د طالبانو مشرتابه ته قناعت ورکړي چې هغوی هم په جګړه کې نه شي بریالي کیدای.

پمپیو وویل: «موږ دا وينو چې په افغانستان کې سوله او ثبات له پوځي لارې نه شي ترلاسه کیدای.»

هغه زیاته کړه چې له همدې کبله واشنګټن غواړي پر طالبانو باندي فشار راوړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي. د پمپیو په خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او اوس باید د طالبانو په منځ کې د خبرو له پاره مناسبه رهبري وموندل شي.

هغه زیاته کړه: «هلته ډیري داسې ډلې موجودي دي چې ځانونه باید په یوې حل لارې کې گډ وګڼي.»

نور انتخابونه

د پاکستان او امریکا متحدو ایالاتو اړیکي د ترمپ په اداره کې تر پخوا ډیري ترینګلي شوي دي. واشنګټن، اسلام آباد ته خپلې ټولې پوځي مرستې درولې دي او وایي تر هغه به دغه مرستې پیل نه شي چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد په اقداماتو لاس پورې نه کړي. څه موده مخکي د ترمپ ادارې امریکایي قانون جوړوونکو ته د پوښتنو یو لیست ورکړ چې هغوی له پاکستان سره د چلن د څرنگوالي په اړه خپل نظرونه ورسره شریک کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي: «د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې کله نا کله له چيلينجونو ډکې وي.» ویاند زیاته کړې ده: «موږ هره ورځ له پاکستان سره په تماس کې یوو او هڅه کوو چې یو پیاوړی ستراتیژیک تماس رامنځ ته کړو.»

د دغه امریکايي چارواکي په خبره، ستراتیژيکې اړیکې باید د دواړو هیوادونو پر ګډو ګټو، او د ملکي او پوځي سرچینو ترمنځ د خبرو جاري ساتلو پر بنسټ ولاړي وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی دی چې تر دې مخکې واشنګټن او اسلام آباد له خپل منځي ښو اړیکو څخه کټه ترلاسه کړې ده او که پاکستان غواړي چې بیا دغه شان یوه وضعیت ته ورسیږي نو باید د ترهګرو پر ضد پریکړنده اقدامات وکړي.

د سویلي اسیا د چارو بل کارپوه مایکل کوګلمن، وایي چې د پاکستان او امریکا اړیکې د ترمپ تر واک ته رسیدو وروسته ډیري خرابې شوې دي: «دا به د دواړو اړخونو له پاره سخت کار وي چې بیا اړین اعتماد او ښه نیت رامنځ ته کړي او په دوو اړخیزو اړیکو کې بیا ثبات د راوستلو پر لور حرکت وکړي.»

بې پاکستانه د افغانستان د سولې ستراتیژي جوړول دا خبره هم په ډاګه کوي چې د ترمپ اداره تمه نه لري چې په نژدې راتلونکې کې به یې اړیکې له پاکستان سره ښې شي. امریکا غواړي پاکستان ته دا پیغام ورسوي چې که څه هم د سولې په بهیر کې یې ملاتړ اړین دی، خو بیا هم واشنګټن نور انتخابونه لري چې بې پاکستانه پر مخ ولاړ شي.

انور اقبال/ واشنګټن