1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د افغانستان کانونه د دې هیواد لګښتونه پوره کولی شي؟

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي د افغانستان د جګړې او بیا رغونې لګښت د دغه هیواد له طبیعې زیرمو تمویل کړي. خو هغه پانګوال چې افغانستان پیژني وايي چې د دې هیواد د زیمو ایستل یو خوب دی.

https://p.dw.com/p/2iY8f
Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

امریکا متحده ایالاتو یوه لسیزه مخکې د افغانستان طبیعي زیرمې سروې کړي او بیا وروسته ارزښت یو تریلیون ډالر وښود. له دې وخت راهیسې واشنګټن او کابل غواړي چې له دغو زیرمو څخه د افغانستان د اقتصادي ودې او د دې هیواد د پر خپلو پښو باندې دریدو له پاره استفاده وکړي.

افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو، پلاتینیم، اوسپنې، یورانیم، کوټ، تاتینیم، المونیم، ذغالو، طبیعي ګاز او مسو کانونه لري. په ځانګړې توګه بیا د مسو د کانونو ارزښت ډیر دی ځکه د نړی په بیلابیلو برخو کې د دغه فلز زیرمي مخ په خلاصیدو دي.

یو شمیر کارپوهان وایي چې افغانستان کیدای شي چې د لیتیم په سعودي عربستان باندې بدل شي. لیتیم د ګرځنده تلیفونونو او کمپیوترونو په باتریو کې کارول کیږي.

خو د دې له پاره چې افغانستان وشي کولای خپل معدني زیرمي وکیندلی شي، نو بنسټیزو امکاناتو لکه، واټونو او اورګاډو ته اړتیا لري. پر دې سربیره په دې هیواد کې موجود اداري فساد، بیروکراسي او مخ په ډیریدونکي ناامني د دې لامل شوي ده چې د کابل هغه هڅي چې غواړي د افغانستان کانونو وکیندي، له ستونزو سره مخامخ شي.

د افغانستان د کانونو په اړه ډیری اړین معلومات د پخوان ي شوروي د دورې دي. دا کار اوس ډیر ستونزمن او لوړ لګښت لرونکی ښکاری چې بهرني ځمکه پیژندونکي دې اوس د افغانستان لیریو پرتو سیمو ته ولاړ شي او معلومات دې تازه کړي.

د افغان حکومت د ملي سولې او ودې په پلان کې چې تیر کال افغان حکومت په بروکسل کې نړیوال مرسته کوونکو ته وړاندې کړ، راغلي دي: «داسې تیټې میوې [چې په اسانې سره ترلاسه شي] نه شته چې وشي کولای ژر وده رامنځ ته کړي او د پر خپلو پښو دریدو بهیر پیاوړی کړي.»

ډیری لویي پروژې کله د مس عینک پروژه، اوس همداسې په ټپه ولاړې دي. د دغې پروژې تړون یوه چینیايي شرکت ته ورکړل شوی وو، خو د ګڼ شمیر ستونزو له کبله یې اوس کار پر مخ نه ځي.

Eisenerzmine Hajigak in der Provinz Bamiyan in Afghanistan
مس عینک، د نړۍ په کچه یو له سترو کانونو څخه شمیرل کیږيانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

په لندن کې د «Partners Hannam &» بانک څخه ليح فوګلمن، وايي: «دا اوس د کیندني هیڅ کار نه دی روان او د نویو کانونو د موندلو چارې هم تقریبا دریدلې دي.»

د دې بانک بنسټ اویښودونکی این هنمن، په افغانستان کې یو پخوانی پانګوال دی. هغه د افغان طلا او معدني موادو شرکت له طریقه په دې هیواد کې پانګونه کوله. دغه شرکت په ۲۰۱۲ کال کې په بلخاب کې د مس د یوه کان تړون ترلاسه کړ.

خو بله ستونزه بیا د کانونو غیر قانوني کیندنه ده. په امریکا متحده ایالاتو کې د سولې له انستتیوت څخه ویلیم بایرد، دغه څه لویه غلا بولي. ډیری کانونه د افغان حکومت له کنتروله بهر دي چې ډیر وخت ترې ځایي زورواکان، ګټه اخلي.

بایرد وایي: «د لویو کانونو د کیندني امکانات کمیږي او وړوکي کانونه بیا په ډیرو ځایونو کې چپاول کیږي.»

لویه لوبه

افغان حکومت د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د توجه د ساتلو له پاره د کانونو موضوع مطرح کړه. په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمیدالله محب، وویل: «ولسمشر ترمپ د افغانستان له اقتصادي ظرفیت سره لیوالتیا لري.»

د سپینې ماڼۍ چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ترمپ د جولای په میاشت کې یوې غونډې ته ویلي دي چې واشنګټن باید له افغانستان سره د همکاري په بدل کې د دې هیواد د کانونو یوه برخه وغواړي.

داسې ویل کیږي چې امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان د طبیعي زیرمو له لارې د دې هیواد جګړه تمویل کړي. د افغانستان جګړې لا وختي د امریکا له پاره ۱۱۷ میلیارده ډالره لګښت لرلی دی.

د امریکا د دفاع وزیر جمیز متیس، د یکشبنې په ورځ وویل چې ولسمشر ترمپ د افغانستان له پاره پر یوه نوي سیاست باندې موافقه کړې ده خو د دې پلان په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

afghanische Kohlenmine
په افغانستان کې د کان کیندني له پاره لا هم عصري وسایل نه شتهانځور: Paula Bronstein/Getty Images

که څه هم د افغانستان له کانونو سره ډیره لیوالتیا موجوده ده، خو فوګمن، بیا د ستونزو یادونه کوي او ټینګار کوي چې د وضعیت د ژر ښه کولو له پاره کومه چاره نه شته: «که دولتي سکتور پراخه پانګونه کړې وای نو وضعیت به بل ډولوو. خو بیا به هم د لوجیستیک او کارپوهانو په برخه کې ستونزې موجودې وای.»

هغه زیاته کړې ده: «زه فکر کوم چې اوس به هم په کلونه وخت ونیسي چې په دې برخه کې پراخه کار پیل شي.»

آن که د کانونو د امنیت ټینګولو له پاره خصوصي ځواکونه وګومارل شي، نو بیا به د دغو زیرمو استخراج له ستونزو سره مخامخ وي، ځکه د هیواد په کچه به امنیتي وضعیت ښه نه وي.

د افغانستان د کانونو وزارت یوه څیړنه ښيي چې د لیتیم ډیری زیرمي په غزني او هلمند ولایتونو کې دي. دغه سیمې ډیری د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

چين په ۲۰۰۸ کال کې د مس عینک کان تړون د درې میلیارده ډالرو په بدل کې ترلاسه کړ. که څه هم طالبانو ویلي دي چې پر دې پروژې باندې به برید نه کوي، خو په عمل کې په سیمه کې ډیر کم کار شوی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان په توکیو کې د خپل پرمختګ یو پلان وړاندې کړ چې له مخې یې باید تر ۲۰۱۷ کاله پورې د کانونو له لارې هر کال یو میلیارد ډالر عاید لرلی. خو لا تر اوسه پورې دغه څه نه دي شوي.

افغانستان د تیر مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتوکې د کانونو له لارې ۱۸ میلیونه ډالر تر لاسه کړل. د کابل خپلې وړاند وینې ښيي چې افغانستان به تر ۲۰۲۹ کاله پورې د کانونو له لارې د کال یو میلیارد ډالر ترلاسه نه شي کړای.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کلني پوځي بودجه ۴،۶ میلیارده ډالر ده. په کابل کې یوه لویدیځ دیپلومات وویل: «دا بیخي خیالي خبره ده چې سړی فکر وکړي کانونه کولای شي په یوې نزدې راتلونکې کې افغانستان وژغوري»

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: