1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا داعش په افغانستان کې له عراقه غچ اخلي؟

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

وسله والو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د عراق پر سفارت باندې برید وکړ. داعش د دې برید مسئوليت و مانه. دا لومړۍ ځل دی چې په تیرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د عراق پر سفارت برید کیږي.

https://p.dw.com/p/2hS0w
Afghanistan Anschlag auf die irakische Botschaft in Kabul
انځور: Getty images/AFP/S. Marai

د عراق سفارت د کابل په نوي ښار کې چې یوه «خوندي سیمه» ده، پروت دی. دې سفارت په وروستیو وختونو کې د عراق په موصل ښار کې د داعش ډلې ماتې ولمانځله او دغه ډله یې ډیره بې رحمه او ویجاړوونکي وبلله.

خو ښايي داعش په کابل کې د عراق سفارت ته په خپل ډول ځواب ویلی وي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې څلور برید کوونکو غرمه مهال یوولس بجې په کابل کې د عراق پر سفارت برید پیل کړ. لومړی یوه ځانمرګي د سفارت د دروازې مخې ته چاودنه وکړه او بیا درې نور وسله وال دغې دیپلوماتیکې ودانۍ ته ننوتل.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ځانګړو ځواکونو ځان د پیښې سیمې ته رسولی دی او د سفارت کارکوونکي یې امن ځایونو ته لیږدولي دي.

برید تر څه باندي څلور ساعتو نښتو وروسته د درو بجو په شاوخوا کې پای ته ورسید. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په پیښه کې یوازې څلور تنه برید کوونکي وژل شوی خو عیني شاهدان بیا وایي چې په نښتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان د داعش د جګړې میدان؟

په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو د حضور په اړه بحثونه دوه کاله مخکې تاوده شول. هغه وخت چا باور نه شوای کولای چې داعش دې په افغانستان کې دومره پیاوړي شي چې په عراق کې د خپلې ماتې غچ په کابل کې واخلي.

کارپوهان په دې اند دي چې په عراق او سوريه کې د داعش تر ماتې وروسته، د دغې ډلې ځيني جنګیالي د پاکستان قبایلي سیمو ته رسیدلي او د افغانستان په ځینو سیمو کې یې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د امنیتي چارواکو په حواله داعش د افغانستان په ننګرهار، کونړ، جوزجان او غور ولایتونو کې حضور لري او وخت ناوخت بریدونه کوي.

د پارلمان غړی او د سیاسي چارو کارپوه صالح محمد سلجوقي، په دې نظر دی چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګریزي ډلې فعالیت کوي او هره یوه یې په بهرنیو هیوادونو کې د یوې منبع له خوا ملاتړ او تمویلیږي. هغه زیاته کړه: «ډیری هیوادونه خپل نړیوال رقابتونه په نیابتي او د وسله والو ډلو له لارې پر مخ وړي.»

سلجوقي دې ته اشاره کوي چې دا په افغانستان کې پر بهرنیو دیپلوماتیکو ماموریتونو باندي لومړی برید نه دی، ځکه تر دې مخکې په افغانستان کې د هند او آلمان سفارتونه هم د خونړیو بریدونو هدف ګرځیدلي ول.

کارپوهان په دې نظر دي چې په افغانستان کې نیابتي جګړې د پخواني شوروي له تجاوز سره سم پیل شوې. په هغه وخت امریکا متحدو ایالاتو د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد د بیلابیلو وسله والو ډلو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کاوه. پاکستان هم هغه وخت د وسله والو ډلو د فعالیت له پاره په یوه امن ځای باندي بدل شوی وو. د پخواني شوروي تر ماتې وروسته هم وسله والو ډلو له بیلابیلو هیوادونو څخه د یو بل پر خلاف وسلې او نور امکانات ترلاسه کول.

د چارو کارپوه یونس فکور، وایي چې د عراق پر سفارت باندې برید ښيي چې داعش په افغانستان کې تر پخوا پیاوړی شوی او کولای شي چې په دې هیواد کې د نورو هیوادونو ګټي تر ګواښ لاندې راولي. هغه پر افغان حکومت باندي غږ کوی چې د داعش پر وړاندې جګړې ته چمتو واوسي: «دا زموږ له پاره ډیر خطرناکه خبره ده. حکومت باید خپله ملا کلکه وتړي ځکه موږ یوازې د طالبانو له ستونزې سره مخامخ نه یوو.»

کابل یو ناامنه ښار

کابل په وروستیو ورځو کې د خونړیو پیښو شاهد وو. څو ورځې مخکې په دې ښار کې یوه برید د ۳۰ کسانو ژوند واخیست. تر دې وړاندې په کابل کې د آلمان سفارت ته نزدې هم چاودنه شوې وه چې ډیره مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه.

دې پیښې حکومت اړ کړ چې د کابل په دخولي دروازو کې اوسپنیزې دروازې ودروي خو دغه طرحه تر هغه وروسته ناکامه شوه چې د اور لگېدني په یوه پیښه کې اطفایه د دغو دروازو له کبله د پیښې سیمې ته و نه رسیږي.

په وروستیو وختونو کې د حکومتي ادارو او چارواکو کورونو ته نزدې ایښودل شوي د سمټو موانع هم ایسته کیږي. کارپوهان وایي چې له دې سره کیدای شي ترهګر په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ورسیږي.

د سلجوقي په خبره حکومت تر اوسه پورې د کابل ښار د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دی: «په خواشینۍ سره کابل اوس هم د ګواښونو د ډیریدو له پاره ډیري لارې لري. یوازې کابل ته د ننوتلو په دروازو کې وسایط لټول کیږي خو دغه ښار ته د رسیدو نوري ډیرې لارې هم موجودې دي.»